ى نور علی شاه ځلبلاند- یو څو ښکلي شعرونه

Kandahar_rains

مناجات

تيارې بدلې د وطن کړې په رڼا جلاله

نور ارمانونه راته مه کړې نيمه خوا جلاله

سرونه سوځي زړونه ليوني ئي کړلو

دا سخته ورځ کړې زموږ له سترګو څه فنا جلاله

چې دولس له ارمانو سره جفا کوي څوک

زموږ د اهونو په طو فان ئې کړې تبا جلاله

لاسونه نيسو لپې لپې ستا ودرته ربه

د جنګ تياره کړې رانه ور ک په رنا جلاله

مرګونه ورک زخمونه ورک دردونه ورک کړې ربه

د (ځلبلاند) کړې ته قبوله دا دوعا جلاله

نورعلی شاه ځلبلاند

=================

زما وطن زما دوينو په سره رنګ جوړوي

له خپله راشی خو زما په کور کی جنګ جوړوي

ورورته دورور د سر قيمت په بيا نه کی ورکړي

وائی ددوی ددواړو توري عجب شرنګ جوړوي

توري پردی ئي زموږ و سترګوته نيولی وی تل

و هغه لورته زموږ لپاره لو يي ګړنګ جوړوي

چه چيرته سپينه ځمکه ووينی پری اور بلوي

ډيری لمبی په ډيرو زړو نو کی غورځنګ جوړوي

زما په کور کی و خپل ځانته ښی ماڼي جوړوي

مابه ورور د قبر خواکی خوار ملنګ جوړوي

زهر را شندی هرڅه راته تبا برباد کی

ځان سره وائی دغه زهر به لونګ جوړوي

ئي (ځلبلانده ) دا سرونه ټيټيدلی نه شي

چه هر يو سوځی پاته بل به ځان پتنګ جوړوي

نورعلی شاه ځلبلاند

———–

زما کندهاره – د احمد شاه احمدي په ږغ کي

{youtube}ZfrQOcaqKVQ{/youtube}



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.