مصر - په وینو او لمبو کي

پردي پوځونه

مسلمان ملتونه  خوشال دی ، چې مسلح پوځونه او متعهد پوله ساتونکي لري ، خو تراوسه یې دا پوښتنه نه ده راپورته کړې چې آیا واقعا دغه پوځیان ددوی دي ، او که ددوی په ضد ؟ ایا دغه ټوپکیان ( لهم ) دي او که ( علیهم ) ؟؟

ددې پوښتنې ځواب دمصر دتیرو ورځو په پیښو کې موندلی شو ، دمصر پیښو وښوده ، چې دغه څلورنیم لکه ټوپکیان چې هرکال دمصریانو له  مالیو او پیسو څخه دوه اعشاریه پنځه ملیارده  ډالر خوري ، دمصریانو خپل پوځ نه دی بلکې پردی دی ، او یوازې ددې په خاطر رامنځته شوی ، ترڅو دمصریانو په  بې وسلې لاشونو خپلې نښې پخې کړي او دمسلمه امت ددښمنانو زړونه ورباندې  یخ کړي .

 

دغو پوځیانو دنورو اسلامي هیوادونو دپوځیانو غوندې همیشه ثابته کړې ده ، چې دوی داسلامي قاعدې په خلاف ( اشداء علی المسلمین  رحماء علی الکفار)  دي ، دوی دهغه چا په مخکې چې ظاهرا یې دښمن بولي همیشه  ټيټ سترګي ، مړتتان او ډارن دي ، دمصرپوځیان چې په عربي نړۍ کې ترټولو ستر قوت ځان بولي او په نړیواله کچه  ۱۷  نمبر قوي پوځ بلل کیږي ، وړمه ورځ یې ثابته کړه ، چې دوی دخپل اولس په وړاندې څومره له کینې او حقد ډک او بې رحمه دي .

دمصر پوځ وړمه ورځ  دخپل سل کلن تاریخ لومړنۍ فتحه ترلاسه کړه ، دوی  درابعه العدویه  مسجد فتحه کړ، او ۵۰۰۰  بې وسلې مسلمانان یې دمرګ به خوب ویده کړل ، دوی د وړمې ورځې په عملیاتو کې خورا  خونړي ، زړور ، بې رحمه  او جرأتمن وو ، په مصري مسلمانانو یې له ځمکې او هوا څخه توره شپه جوړه کړه ، بې وسلې مسلمانان یې رسا رسا په ګولیو وویشتل ، او ډیر زر یې له پښو وغورځول ، نه یوازې یې د ټوپکو او ټانګونو ډزې پرې وکړي ، بلکې چورلکې یې هم پسې راپورته کړې ، بیلدوزرونه یې هم وغورول ، دپوځ مشر سیسي چې داسرئیلو او امریکا په وړاندې لکه سیسۍ مارغه بې ازاره او مړتت پاته شوی وو ، په دې ورځ چې له خپل اولس سره په جنګ وو ، نو غوښې خوړونکی کجیر ترې جوړ وو ، دده په قومنده پوځیان د وږیو لیوانو غوندې درابعه العدویه  او النهضة  په سیمو  ورغلل ، د څو ساعتونو په ترڅ کې یې هدف ترلاسه کړ ، او هغه داچې مسلمانان یې نه یوازې ووژل ، بلکې دهغوی جسدونو ته یې اور هم ورکړ ، او په دې توګه یې په خپل تاریخ کې دیوې کرغیړنې فتحې کارنامه ثبت کړه .

د مصر پوځ دخپل اولس په وژلو کې بې له شکه بریالی او زړور وو ، مګر دغه پوځ په تیرو سلوکلونو کې همیشه د عیسوي او یهودي کفارو په مقابل کې ټیټ سترګی پاته شوی ، او هیڅ میړانه یې هم نه ده ښودلې ، ددې پوځ د واقعي میړانه ګراف خو موږ له دې معلومولای شو ، چې په  ۱۹۶۷ م کال  له اسرائیلو سره دجنګ په مهال  یې له اسلامي تاریخ څخه پوزه پرې کړه ، هغه وخت چې دمصر پوځ او ورسره څو نورو همنوعو پوځونو ( دسوریې او اردن  پوځونو ) په ګډه داسرائیلو په خلاف عملیات پیل کړي وو ، دوی چې دمسلمانو اولسونو واقعي نماینده ګان نه وو ، او نه یې هدف عقیدوي وو ، نو داسې شرمناکه کارنامه یې ترسره کړه ، چې دتل لپاره یې دعربو په تندي تور داغ کیښود ، دمصر ، سوریې او اردن پوځیان چې اوس په بې دفاع مسلمانانو خپله میړانه آزمایي ، موږ ته یې دواقعي میړانې ګراف په هماغه ورځ معلوم شو ، چې څرنګه یې داسرائیلو محدود پوځ ته  دسیناء ټاپو،دغزې تړانګه ، دګولان  لوړې او  داردن سیند لویدیځه غاړه پريښوده ، او د جګړې له میدانه په تیښته یوازې غوږونه خلاص کړل .

جمال ناصر چې د جنرال عبدالفتاح السیسي غوندې  دمؤمنو مصریانو په وژلو خورا غښتلی وو ، داسرائیلو په وړاندې یې  له ټولو غورو سره  سره کله هم  کومه میړانه ترسره نه کړه ، نن بیا هماغه تاریخ تکراریږي ، داسرائیلو استطلاعي الوتکې دمصر په خاوره الوتنې کوي ، او بې پیلوټه طیارې یې دسیناء په ټاپوزمه کې  دمصر خاوره بمباروي ، خو مصري پوځیان ددې په ځای چې دمصر پولې وساتي ، خپل ټانګونه یې د قاهرې واټونو ته ایستلي  او په بې دفاع مصریانو توپونه غړمبوي  ، اوس تاسو ووایاست چې آیا داداسلامي مصر پوځ دی او که دیهودي اسرائیلو ؟؟

ځواب واضح دی ، نور که  دچا سر نه خلاصیږي مرکب جاهل به وي ، دا اسلامي امت په اوږو سپاره دغه پوځونه  چې دشمیر ، دفاعي بودیجې ، پوځي مانورونو او پوځي وړتیاوو  کمیت او کیفیت یې په پینټاګون کې ټاکل کیږي ، زموږ پوځونه نه دي ، دا دکفر او نړیوال طاغوت مرتزقه پوځیان دي ، چې دهغوی لپاره دنده ترسره کوي ، دهغوی په  مرستو چاغ شوي ، او یوازینۍ دنده یې دمسلمانو ملتونو ، اسلامي خوځښتونو او مؤمنو پرګنو سرکوبول دي .

دشلمې پیړۍ په لومړیو کې له استعماره راوتلیو اسلامي ملتونو او هیوادونو سره تاریخي غدر شوی ، چې نتایج یې اوس رابرسیره کیږي ، غربي استعمارګرو له اسلامي خاورو دوتلو په مهال ظاهرا  مسلمانانو ته خپلواکي ورکړې ، خو په حقیقت کې یې دوی په بله بڼه اشغال ساتلي ، هغه داچې خپل تربیه شوي او ډیزاین شوی ، محلي ،اجیرپوځونه  ، جنرالان  او سیاستوال یې دمسلمانانو په اوږو سپاره پرې ایښي ، چې دمسلمان امت په وړاندې عین هماغه کردار ترسره کوي ، چې غربي استعمارګرو په مباشر ډول ترسره کاوو .

دغه واکمن سیاستوال او جنرالان  زموږ خپل نه دي ، بلکې پردي دي ، دوی دغرب  ګټو ته وفادار دي او دکفر دخدمت لپاره له هیڅ قساوت څخه مخ نه اړوي ، دمصر وروستي جریانات ددې مدعا نغد شواهد دي ، مسلمان اولسونه باید نور له دغو سیاستوالو او پوځیانو څخه براأت  اعلان کړي او په هماغه سترګه ورته وګوري لکه اسلام دښمنه امریکایي او اسرائیلي پوځیانو ته چې ګوري .

 زموږ په اسلامي خاوره افغانستان  کې همدا اوس غربي کفري یرغلګرو هماغه فریب پیل کړی ، چې له مصر سره یې څو لسیزې وړاندې کړی وو او اوس یې نړیوال کفر ثمره ټولوي ، دلته هم غربي کفار لګیا دي موږ ته پوځ جوړوي ، په دې لاره کې ملیاردونه ډالر مصرفوي ، او یوشمیر لنډفکره هیوادوال هم ورته خوشاله دي ، چې هیواد به مو دپوځ څښتن شي ، خو دوی په دې نه پوهیږي چې غربیان په دې افلاس او داقتصادي رکود په حالت کې ولې  په دې پوځ دومره پیسې مصرفوي ، او آیا دا پوځ دوی موږ ته جوړوي که خپل ځان ته ؟؟

ددې پوښتنې ځواب دمصر دپوځ کردار ته په کتلو موندلی شئ ، د مصر پوځ هم انګریزانو ډیزاین کړی او همدا اوس دامریکا په مرستو چلیږي ، همدا وجه ده ، چې نن دغه پوځ ددې په ځای چې دمسلمانانو دفاع وکړي ، دکفر په خدمت کې لګیا دی ، د ټوپکو میلونه یې دخپل اولس سینې ته برابر دي ، او یوازې دخپل مسلمان اولس وینې تویوي .

په افغانستان کې  هم هوبه هو دمصر تجربه تکراریږي ، امریکایان  به لاړ شي ، لکه څنګه چې انګریزان له مصر څخه تللي وو ، خو تربیه شوی ټوپکیان به یې دنده په پوره امانت دارۍ ترسره کوي ، ددوی برچې به  دمؤمنو او خدایپالو افغانانو په وینو سرې  وي ، ځکه دوی زموږ خپل نه دي،  چې دفاع رانه وکړي ، یا حداقل رحم راباندې وکړی ، دوی پردي پوځيان دي ، ددوی ټوپک ، دریشۍ ، معاش او هرڅه پردي دي ، دوی دپردیو اهدافو لپاره جوړیږي او دخپل اولس په وړاندې به دپردیو اهدافو لپاره کار کوي  ، که له دې ټول پرديتوب سره سره  څوک بیاهم  له دې پردیو پوځیانو دخپلوۍ او رحم تمه لري ، نو هغوی ته دې غبرګ حماقت  مبارک وي !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x