
ماته دروازه: عرفان الله عرفاني
پاته مې د ژوند ورستۍ کېسه شوله
ګرځم د بلتون په سپېره دښته کې
ورکه له ما ستره قافله شوله
زه خو مې قسمت دلته راوستی يم
نن چې مې دې لر کلي کې شپه شوله
نور نو د اجل تندې اخيستی يم
وچه مو د بر کلي چينه شوله
نور مې له اغزيو تلې ډکې شوې
ډېره د منزل لاره اوږده شوله
ستوري شهيدان دي لمره زر راشه
ډېره انتظار يې جنازه شوله
تورې ورېځې راغلې په اسمان باندې
ختمه د سپوږمۍ نن فاتحه شوله
دلته مينه وژني د نفر بچي
دا څومره نادره فلسفه شوله
مات مې د قلم سره غزل هم شو
سهوه کې ټپي رانه ټپه شوله
ښکاري ( عرفاني ) باندې څه چل شوی
نن ترې ګډه وډه ترانه شوله