نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

  په سرور خان د ټولو زړه خوږېدو، ځکه چې غریب هېڅ نه وو کړي، په دوسیه کې یې هم څه نه وو، او دا د ده د خولې خبره نه، بلکې خپله ما له څارنوالانو څو څو ځله واورېدل چې ورته ویل به یې: ( ستا په دوسیه کې څه نشته، دوسیه دې تکمیل شوې ده، نور ستا خوشي کول زمونږ په واک کې نه دي )

  سرور خان به هر وخت غمجن و، او ویرونه به یې کول! نفل به یې چې وکړل، قرآن کریم به یې را واخیست تلاوت به یې وکړ، بیا به یې لاس پورته کړل! اوږده دعا به یې وکړه، د دعا په وخت کې به یې له سترګو کتار او پرلپسې رڼې رڼې اوښکې را روانې وې! بیا به سلګیو واخیست! د ده حالت به چې مونږ ولیدو زمونږ به هم زړونه ودرېدل!

  ما به خپله ډېره هڅه کوله چې پام یې په بله کړم، وخت په وخت به مې له خندا په ډکه خوله  ږغ پرې وکړ: سرورخان ماما څنګه يې؟ څه حال دې دی؟ ده به نرم را وکتل موسکی به شو سوړ اوسیلی به یې وکیښ:  آآآآآښه یم! ما به ورته ویل: فکر مه خرابوه، دا دنیا ده، په دنیا کې خو ستونزې او مشکلات راځي، خیر دی دا هر څه تېرېږي، داسې یوه ورځ به هم راشي چې له خیره سره له دې ځای نه ووزو!

 ده به ویل: نه فکر نه خرابوم خو نه کېږي، څه وکړم!! زما کور یوازې دی زامن مې واړه دي، مور مې ناروغه وه، چې اوس به څنګه شوې وې؟ چې مړه شوې نه وې؟ زما دا دوه میاشتې کېږي چې راوستی یې یم، له کور نه هېڅ حال نه لرم، او هېڅوک نه لرم چې راپسې وګرځي، هغه یو ورور مې دی، هغه نه راپسې ګرځي، نور څوک نه لرم، چې دومره شوې وای چې دا دکور حال چا راته راوړی وای!په دې هم نه یم خبر چې کور به مې چا خبر کړی وي او که نه؟

کور به مې څه وايی چې دا چېرته دی؟ مخکې به ما وخت په وخت زنګ ورته وهلو، دکور حال به  مې اخیست! اوس دا دي دوه میاشتې وشوې چې حال نه ور سره لرم، دهغوی به هم ډېره سخته سودا وي چې دا څه پرې وشول؟ ولې زنګ نه وهي؟

او بل دا چې په کور کې به مې اوس اوړه هم خلاص شوي وي؟ زه چې راتلم دوه میاشتې مخکې مې یوه بوجۍ اوړه او لږ وریجې کورته راوړې، ما ویل چې د روژې مخې ته به بیا لاړ شم، د روژې لپاره به خرڅ برابر کړم، اوس دا دي روژه را ورسېده!

هغه اوړه او وریجې به خلاص شوي وي! اولاد به مې څه خوري؟ چا ته به سوال کوي؟ د چا دروازې ته به ولاړ وي؟ او هلته داسې خلک دي چې ټول غریبان دي، څوک به قرض هم نه ورکوي؟ زامن خو مې واړه دي، قرض به څوک او له چا نه غواړي؟ له همدې سره به یې بیا سترګې له اوښکو را ډکې شوې: ما خو هېڅ جرم نه دی کړی! ولې یې بندي کړی یم؟ دوی خپله راته وايي دا دي تا خپله ولیدل چې وايي ستا په دوسیه کې هېڅ شی نشته؟ چې په دوسیه کې مې هېڅ نشته، او جرم مې هم نه دی کړی ولې مې نه خوشې کوي؟

مونږ به بیا تسلې ورکوله، چې ته فکر مه خرابوه، هر څه الله جل جلاله ته وسپاره، اولاد به دې الله جل جلاله ساتي، ستا تر موجودیت به یې ښه ساتي، دا یو څو ورځې دي تېرې به شي، ته ځورېږه مه، دا دي دلته په خونه څو کسان در سره دي، همدا رنګه په نورو خونو کې هم په لسهاوو کسان بندیان دي، بهر په دهلیز کې یې ته وینې، په پنجرو کې یې ويني، ته شکر وباسه چې وهي دې نه، ځوړندوي دې نه، تحقیق نه در څخه کوي!

له دې سره به یو څه ډاډه شو، مګر لږ وروسته به یې بیا سترګې را ډکې شوې، سوي سوي اوسیلي به یې وایستل!: آخر ما څه کړي؟ ولې مې نه خوشی کوي؟ زما د کور به څه حال وي؟ چې یو چا خو د کور حال راته راوړی وای؟

په آخرو شپو ورځو کې خو دومره ځورېدو چې هر څوک به دروازې ته راغلل ده به خپل خوړین زړګی ورته تشولو، که به نوکریوال راغی، که به پیره دار راغلو، که به څارنوال راغلو! که به یې له بل چا سره کار وو هم دی به ور جګ شو، هلته به غلی یوې خوا ته ودرېد، دوه سترګې به یې د هغه کس خوا ته نیولې وې، هغه به چې له خپل کار نه وزګار شو او په روانېدو به شو، ده به په لړزېدلي او آرام آواز غږ پرې وکړ: مدیر صیب دا زما کار به څنګه شي؟ زه خو هېڅ جرم نه لرم؟ اولادونه مې واړه دي! په کور کې څوک نه لرم! مور مې ناروغه ده! له همدې سره به اوښکو او سلګیو پسې واخیست!

هغه کس به ټول معلومات ترې وکړل په آخر کې به یې داسې ځواب ور کړ چې غریب به پښېمانه شو چې ولې مې ورته ویل، ما ورته ویل: سړیه! هر چاته بدې ورځې مه کوه، دا خلک د چا په درد نه خوري، صبر کوه الله جل جلاله مهربانه دی!

 کله کله به ما پوښتنه ترې وکړه: سرور خان ماما! که له خیره سره خلاص شې څه به وکړې؟ ده به په داسې انداز کې وویل ـ لکه څوک یې چې خوشې کوي خو دا شرط پرې ږدي چې یو څه خیرات به کوې ـ : یو څه خو خامخا کوم، دا مې له الله جل جلاله سره عهد کړی چې یو څه به کوم، چې څنګه کورته ورسېدم، لږ وریجې له بازار نه راوړم، کور یې پخوم او بیا یې بهر خلکو ته ور کوم! دا خو مې له وسه پورې دي! دا کار خامخا کوم!

  یوازې مظلومیت نه و چې سرور خان ماما یې کړولو، بلکې تر څنګ یې مسکنت هم دغریب زړه خوړلی و، هره شېبه به یې همدا ویرونه کول چې اولاد به مې اوس څې خوري، چا به څه ورته راوړي وي او که نه؟

  بیا به یې له ځانه سره ویل چې ما څه بد وکړل چې خپل وطن ته راغلم، هملته په پاکستان کې که ګرمي وه، که لوږه وه که تنده وه، د خپل اولاد په څنګ کې خو وم! چا خو بندي کولم نه، خپل اولاد مې تر سترګو لاندې وو، ما خو ویل چې راځه خپل وطن دی، کور به هم راولم، دلته په خپله خاوره او خپل وطن کې د ځان لپاره یوه جونګړه جوړه کړم، لږ لږ خواري مزدوري به کوم تر څو نور د پردیو له منتونو او احسانونو خلاص شم، خو اوس وایم چې نه، بد مې کړي چې راغلی یم، څنګه چې له دې ځایه خلاص شم سمدستي کوهاټ ته ځم، که ماښام خلاص شوم شپه هم نه کوم، سمدستي اډې ته ځم له هغه ځایه تور خم ته او له تور خم نه پېښور ته او له هغه ځایه سیخ کوهاټ ته ځم!

نور مې له خپلې خاورې او خپل وطن نه په توبو توبه ده، بیا به د خپل وطن نوم په خوله وانخلم، همغه ځای مې ښه دی، دلته خو چې راغلم دا دي داسې کیسه یې راته جوړه کړه، زه غریب سړی یم، خپله مزدوري کوم، نه په بازار کې وم نه په کوم دفتر کې! د خاورو په خړه او دودګنه بټۍ کې مې آشپزي کوله! هلته یې هم پرې نښودم! له هغه ځایه یې راوستم! نور مې له افغانستان نه توبه ده! له خپل کور او کلي نه مې توبه ده! همغه سره ګرمي! همغه غریبي او هغمه پردی وطن راته ښه دی!

    ما ویل په دې ډول به وطن ښه جوړ شي!! کرزی او بانډیان یې چې هره ورځ چېغې وهي چې خپل وطن ته راشئ! خپلې خاورې ته راشئ! خپل وطن جوړ کړئ! خپل کور جوړ کړئ! دا یې خپل وطن! دا یې خپله خاوره! دا یې خپل کور او کلی! آیا په داسې حال کې چې سړی په خپله خاوره، خپل وطن، خپل کور او خپل کلي کې په امن نه وي! دخپل افغان له لوري زندان ته اچول کېږي! تر میاشتو میاشتو یې برخلیک نه معلومېږي! لیونی دی چې خپلې خاورې او خپل وطن ته راځي!

کله یې چې زه له ریاست ۹۰ نه ریاست ۱۷ ته راوستم، سرورخان غریب هملته دالله هیلې ته پروت وو، اوس نه یم خبر چې غریب به خوشی شوی وي او که به لا هم بې سرنوشته تر ځمکه لاندې د ۹۰  په جهنمي ریاست کې د بې وسۍ، بې کسۍ او مظلومیت په پنجو کې د خپل کور او اولاد نه نا خبره، شپې او ورځې تېروي!!! 

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x