
غزل:نور احمد صديقي
نوراحمد صدیقي
په خالي لاس یرغلګر مونږه له کور ویستلي
چې په زور دلته راغلي مونږ په زور ویستلي
دروغ خو نده تاریخ پاڼې پسې وګوریه!
زمونږ نیکو انګریزان په تبر، لور ویستلي
نړیوال کفري طاقت دلته راغلي چې دي
مونږ وهلي او وهلي مو نسکور ویستلي
یو وروسان او انګریزان خو مونږه نه یادوو
اوس مونږه دلته څو څو مغروران نور ویستلي
صدیقي د تاریخ پاڼو کې لیدلي وو چې
یو دوران کې، زمونږ نوکان زمونږه ورور ویستلي