ټولنیزه برخه

له ماشومانو سره چال چلند

پوهیالی حسن خان درمل

پر خپلو ماشومانو ډیر فشار مه راولئ او هغوی مه مجبوروئ چي په ټولو چارو کي بریالي شي. د بریالیتوب لپاره پر ماشومانو باندي د والدینو ډیر فشار ددې لامل کېږي چي هغوی په اروایې ناروغیو اخته او پر خپلو ځانونو بې باوره شي.

هو …

له خپلو ماشومانو وغواړئ ترڅو هڅه او کوښښ وکړي، خو که چیرته له خپلو ماشومانو څخه په قطعي ډول د بریا غوښتنه وکړئ، د هغوی په تاوان او ضرر ده.

ماشوم زموږ راتلوونکی دی، نو د مهرباني له مخي د هغوی په روزنه کي له پوره دقت څخه کار واخلئ.
خو کله چي ستاسو ماشوم غلطي وکړي، نو په قاطع لهجه باید ورسره خبري وکړئ او لاندني پړاونه طی کړئ!

۱ – د هغه خواته ورشئ، خو له هغه ځایه ورباندي نارې او چیغي مه وهئ چیرته چي تاسو ولاړ یاست.

۲ – ځان داسي برابر کړئ چي قد مو له هغه سره یو ډول شي.

۳ – نېغ په نېغه ( مستقیم ) یي سترګو ته وګورئ.

۴ – لاسونه یي په خپلو لاسونو کي ونیسئ او هغه ته ووایاست: « لطفاُ ماته وګوره».

۵ – د خبرو کولو په لهجه کي مو باید د خشونت او تهدید نښي موجودي نه وي.

۶ – په آرامه، قاطع او ټینګه لهجه ورسره خبري وکړئ، خو داسي لهجه چي هغه د خشونت احساس ونکړي.

۷ – په ډیري آرامي خو آمرانه توګه ورته ووایاست: څه غلطي دي کړې ده؟
« اجازه نلري چي څوک ووهې، نور دا کار تکرار نکړې».

۸ – ماشوم ته هیڅکله هم داسي مه وایاست چي: بد هلک یي.
او کله چي ستاسو ماشوم ډیري خبري کوي، نو بیا هم باید په خپل چال چلند کي له پوره دقت څخه کار واخلئ؟

ځیني ماشومان له اندازې ډیري خبري کوي، د والدینو اعصاب خرابوي او په آساني سره د خپلو والدینو خبري نه مني. په یاد ولرئ په دا ډول شرایطو کي باید لاندني موارد په پام کي ولرئ:

۱ – د ماشوم له خبرو ډک نظریات واورئ، خو وروسته غلي (چُپ) پاتي شئ. د اړتیا په وخت کي له هغه څخه لري شئ، ترڅو د خپلو ډیرو خبرو کولو احساس وکړي. پرېږدئ ستاسو ماشوم په دې پوه شي چي (وروستۍ خبره) باید تاسو وکړئ.

۲ – ځیني ماشومان د یوې ځانګړې موضوع په اړه له خبري کولو څخه خوند اخلي. که چیرته ستاسو ماشومان همدا عادت ولري، نو اړینه ده چي ځیني قوانین ورته وښایاست: د بېلګي په توګه: ورته وواییئ کله چي نور (مشران) خبري کوي نو تاسو باید غلي (چُپ) واوسئ او غوږ ورته ونیسئ. خو په هغه په لوړ آواز سره غږ کول هم لازم ندي. خپل ماشومان باید په دې وپوهوئ چي هغه په ټولو موضوعاتو نشي کولای خبري وکړي، د هغه والدین تصمیم نیونکي دي. په دا ډول شرایطو کي هغه ته ووایاست: « ددې مسألې په اړه خبري کول لازم نه دي».

۳ – ددې پر ځای چي پر خپلو ماشومانو امر وکړئ، هغه په (دوه لاري ) ودروئ، یاني داسي خبره ورته وکړئ چي هغه مجبور شي ترڅو یوه لاره غوره کړي. که چیرته ددې لاري په ټاکلو کي له هغه سره مرسته وکړئ یا د هغه لپاره تصمیم ونیسئ نو له هغه څخه د ځینو مهارتونو د زده کړي فرصت اخلئ. د بېلګي په توګه؛ کله چي له تاسو سره د ځینو ستونزمنو کارونو د (نه ترسره کولو ) په اړه خبري کوي، نو ددې پر ځای چي تاسو ورته وواییئ: ( همدا اوس پاڅېږه او هغه ستونزمن کار وکړه)، دا جمله باید وکاروئ: ( کوم کار دي خوښېږي چي لومړی یي باید سرته ورسوې؟ لوښي باید ومنیځې؟ یا کوم ستونزمن کار ترسره کوې؟). که چیرته ماشوم په ډيري ګستاخي تاسو ووایي: ( هیڅ یو)، نو خپل ځانونه له لاسه مه ورکوئ او په سړه سینه ورته وواییئ: « دا ستا انتخاب ندی، بلکه له دې دوو څخه باید یو کار وټاکې او ترسره یې کړې».

خو که چیرته ستاسو ماشوم په کور کي بې ادبي کوي، نو څه باید وکړئ؟

ځیني کم عمره ماشومان په کورنۍ کي ناسم او بد رفتارونه ترسره کوي او د کورنۍ په نورو غړیو او حتی ماشومانو بد او ناسم نومونه ږدي او یا هم ناسم رفتارونه ترسره کوي، په دې حالت کي کیدای شي تاسو فکر وکړئ چي څه ډول کولای شئ خپل ماشوم کنټرول کړئ ترڅو ناسم الفاظ پر ژبه را ونه وړي. په دې برخه کي لاندنۍ طریقې پلې کړئ:

۱ – د ماشوم په بد او مسخره کوونکي رفتار خندا مکوئ او مراقب واوسئ ترڅو هیڅوک هم دا کار ترسره نه کړي. که چیرته تاسو د هغه بد رفتار ته وخاندئ نو ماشوم نور هم تشویق کېږي او داسي فکر کوي چي دا بد رفتار د شوخي او تفریح یوه ښه لاره ده.

۲ – د تنبیه، چیغو او فریا پر ځای هغه ته زده کړه ورکړئ، هغه مه ترټۍ،له هغه څخه وغواړئ چي د خپل ناسم او بد رفتار د ترسره کولو له کبله بخښنه وغواړي.

د بېلګي په توګه: پرخاشګري ښه کار ندی او که چیرته دي بیا داسي کار ترسره کړ، نو باید بخښنه وغواړې او بیا دا کار تکرار نکړې.

۳- که چیرته ماشوم تاسو په غوسه کړي، نو غوره توصیه داده چي د هغه پر دې کار ځان بې تفاوته ښکاره کړئ، کار ته یي پاملرنه ونه کړئ، چي وروسته د مناسب وخت او فرصت څخه په ګټي اخیستلو سره کولای شئ له ماشوم سره په دې اړه خبري وکړئ.

۴ – د ماشوم سترګو ته مستقیم وګورئ او ورته ووایاست: هر وخت که سم او ښه رفتار ترسره کړې نو مشران خوښېږي. نو کله چي یي سم کار ترسره کړ، هغه وستایئ او نیکي یي بیان کړئ.

۵ – والدین او د کورنۍ نور مشران باید د ماشوم لپاره د ښو رفتارونو نمونې واوسي، یاني کله چي تاسو له خپلو همسرانو ( میرمني یا خاوند) سره ناسم رفتار ترسره کوئ نو له ماشوم څخه هم بیا د سم رفتار ترسره کولو تمه او انتظار مه لرئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x