ټولنیزه برخه

د خوشحاله ژوند کولو لپاره لس لارې

 صفي الله سلطاني

هر څوک په دې لټه کې ده چې یو خوشحاله ژوند ولري، او د خوشحاله ژوند د هیلې درلودل واقعا یوه مشروع هیله ده، نو راځئ چې د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره یو څو لاري چاري درسره شریکې کړم.

لومړی: له ځان سره مینه کول زده کړئ، ځکه له ځان سره له سالمې مینه کولو او د ځان له درناوي کولو څخه د نورو لپاره د مېني او درناوي پیلیږي.

دوهمه د ژوند د خوشحالولو تر ټولو غوره لار: هغه څه چې نور یې ستاسو په اړه وایې او یا فکر کوي له سره یې په قیصه کې مه کیږئ او ځان مه پرې اندیښمن کوئ، د هغو ټاپو په اړه فکر مه کوئ چې نور یې پر تاسو لګوي او د هغو کسانو په اړه فکر مه کوئ چې تاسو غواړي کم راولي. تر ټولو تیر شئ او د هغو کسانو خبرې زړه ته واچوئ او قدردانی یې وکړئ چې تاسو په هره برخه کې هڅوي او ستاسو په بریا خوشحاله او په غم خفه وي.

دریمه لار: د خپل روح او وجدان د غږ اوریدل زده کړئ، دا له خپلي تجربې درته وایم، په ځینو کارونو کې مې د زړه او وجدان رایه یو ډول نه وي، یعني د ناروا او بې پایلې کارونو په اړه ذهنا نه یم آماده خو په سر دې هغه هم ځیني وخت د زړه خبره ومنم او هغه کار تر سره کړم، کله چې یې پایله خرابه وي نو ژوند خفه وي او مجبور یې چې په داسي حالاتو کې ځان ګرم وبولې، همدا ګرموالی د دې سبب کیږي چې ژوند دي دې یو ډول خفه تیر شي، ځکه نو درته ویلی شم چې د وجدان غږ اوریدل ډیر زیات ضرور دي، او د هر کار تر کولو مخکي د هغه کار پایله په خپل وجدان کې وڅیړئ.

څلورم: کله هم نور خلک مه ملامتوئ، که څه هم تاسو د هغو د کړنو په اړه وسوسه یا تشویش ولرئ، ځکه ملامتول او د یو چا په اړه منفي قضاوت کول خپله یو ډول منفي انرژي ده، چې هغه یواځي د منفي احساساتو د راپارولو سبب کیږي، او دا هم په یاد ولرئ چې دا یواځي ستاسو نظر ده چې د بل کار درته غلط بریښي او نیوکي پرې کوئ، ستاسو نظر کیدای شي غلط وي.

پنځم: خپل تیر ژوند شاته پریږدئ، د تیر ژوند د زړه ماتیو له دروند بار او د تیر سخت وضعیت له یادونو سره پرمختګ کول آسانه کار نه دی، خپل ځان له دې غیر ضروري دروند بار څخه خلاص کړئ، خپل ژوند له هغه ځایه شروع کړئ په کوم حالت کې چې اوسئ. له خپل ژوند، کور او روح څخه غیر ضروري زاړه شیان پاک کړئ، هغه که زاړه کالي وي، یل زاړه کتابونه وي یا زاړه احساسات وي تر څو مو وزن سپک شي او په چټکئ سره د پرمختګ په لور ودرومئ.

شپږم: د ژوند په اړه خپله هیجاني وساتي کله هم ماشومانه حیراني مه هیروئ، له ژوند څخه د ښو حالاتو او ښو وختونو پرته د بل هیڅ شي تمه مه کوئ، په معجزاتو او ښو هیلو باوړ وکړئ چې په ژوند کې مو ښه شیان راروان دي. لوړ لرلید ولرئ تر څو سترې لاسته راړوني ولرئ. په دې ډاډه شئ چې تاسو ستر کارونه ته په ارزښت قایل یاست.

اووم: طنز اوریدلو، خندلو او مثبت چلند ته ارزښت ورکړئ، دا زده کړئ چې تل وخاندي او مثبت و اوسیږئ، له دې امله د خپلو غلطیو او ناکمیو پر ځای په مثبتو او سترو کارونو فکر وکړئ، د خپلو بدبختیو د شمارلو پر ځای خپل نعمتونه وشمارئ، په دې ډول به مو په ژوند کې خوښئ واوریږئ.

اتم: پوه شئ چې څه غواړئ، د ژوند په ټولو برخو کې د خپلو اهدافو ټاکلو او برسیره کولو ته وخت ورکړئ، په دې سره به یقینا تاسو ته دا زمینه برابره شي چې څه غواړئ تر لاسه یې کړئ. دا داسې یو مثال لري لکه یو څوک چې ټکسي ونیسي او ورته ووایې چې ما کابل ته بوځه، ډرایور به هغه د کابل په یوه برخه کې ښکته کړي، خو دا به هغه ځای نه وي چې دا کس غواړي ولاړ شي، خو که په دقیق ډول په کابل کې د مطلوب ځای ادرس او د کوڅې نوم او نمبر ورکړئ نو تاسو به هغه ځای ته ورسوي چې غواړئ یې. نو دقیق اوسئ چې د ژوند د هدفونو ټاکل تر هر څه مهم دي.

نهم: په اوسني مهال کې ژوند وکړئ، دا د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره تر ټولو مهم راز دی، تیر وخت تیر شوی دی، راتلونکی هم تر اوسه نه ده راغلی، یواځینئ لحظې چې تاسي یې لرئ همدا اوسنئ لحظې دي نو؛ خوند ترې واخلئ.

لسم: خپلي خوښئ له نورو سره شریکي کړئ، کله چې تنها یې نو په تنهایي سره به د نړۍ له تر ټولو ښکي ځای څخه هم خوند وانه خلي ، تر هغو چې دا خوښئ او خوندونه دې له بل چا سره شریک کړي نه وي، د خوښیو شریکول له نورو سره د خوشحالئ او رضایت واقعي احساسات له ځانه سره لري، نو له نورو سره د خپل ژوند او خوښیو په پایله کې به تاسو واقعي خوشحالۍ احساس کړئ.

د ودان، په ځان بسیا، سوکاله او خوشحاله افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x