افغانستان

کندهار: چاودنه کي اته تنه بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: په کندهار کي چاودني ملي اردو او بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د تفصیلاتو سره سم نن د جمعې په ورځ د کندهار ولایت میدان هوايي ته نیژدې د سړک پر غاړه پر بهرنیو او افغاني ځواکونو هغه وخت برید وسو، کله چي هغوی د موټر د غاړي څخه د بهرنیو ځواکونو یو اوښتې موټر پورته کاوه.

که څه هم بهرنیان او افغان امنیتي ځواکونه وايي چي چاونه د یوه کس له خوا تر سره شول چي ځان باندي چاودېدونکي توکي تړلي وه، او بهرنیو او افغاني ځواکونو ته یې نیژدې ځانته چاودنه ورکړه.

خو ګمان کیږي چي چاودېدونکي توکي به د بهرنیانو د اوښتي موټر په دننه او یا هم د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وي، ځکه چي بهرنیان او افغاني ځواکونه د سرښندونکو برید ګرانو له ویري ځانته نیژدې عام خلګ نه پریږدي.

افغان امنیتي چارواکو ویلي چي په چاودنه کي اوه تنه بهرني عسکر مړه او ټپیان دي، او هم د ملي اردو پنځه تنه سرتیري ټپيان شوي دي.

د چاودني وروسته د معمول سره سم د کندهار – بولدک لویه لاره تړل شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په لیږلي خبرپاڼي کي ویلي چي چاودنه ددوی یو تن سرښندونکي مجاهد تر سره کړې، چي له کبله یې تر ۱۵ زیاتو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، او هم د ملي اردو ۸ تنه سرتیري ووژل شول.

نوموړي ویلي چي د پيښي وروسته بهرنیانو پر عامو خلګو ډزي پیل کړې، چي له کبله یې دوه تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x