د ټوټاپ مسير په اړه را ولاړه شوې لانجه د چا په ګټه ؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): 

تیره ورځ په ولسي جرګې کې د ټوټاپ پروژې د ٥٠٠ کيلو واټه بریښنا د انتقال د مسیر په اړه د ولسي جرګې د استازو ترمنځ یولړاختلافات راپیداشول .

د اوبو او بریښنا وزارت له بغلان ولايت څخه د سالنګ له لارې کابل ته د دغې بریښنا د لېږد طرحې پر پلي کېدو ټينګار کوي، خو دمركزي افغانستان په تیره د بامیانو ولایت استازي وايي چې دا پروژه دې د سالنګ كابل پر ځاى د بغلان باميانو له لارې پلې شي.

د سالنګ ـ کابل او بغلان ـ بامیان د مسیرونو ترمنځ ۷۹ کیلومیټره توپیر موجود دی که چیرې دا پروژه د سالنګ ـ کابل پر ځای د بغلان ـ بامیان له مسیره پلي کیږي نو د مالي لګښت په زیاتوالي سر بیره به د هغې د پلې کیدو په موده کې هم دوه کاله ځنډ رامنځته کیږي، چې د اوبو او بریښنا وزارت د چارواکو په خبره دا کارد دې لامل ګرځي چې د پروژي تمویلوونکي جهت د پروژي له تمویله څخه صرف نظر شي.

خو د دې باوجود د ملي یووالي حکومت د ولسمشر او اجرائیه رئیس دواړه مرستیالان په دې ټینګار لري چې په حتمي ډول دي د ټوټاپ بریښنا پروژې د ٥٠٠ کيلو واټه بریښنا د لېږد مسيرته له سالنګ ـ کابل څخه د بغلان ـ بامیان او بیاکابل په لوري تغیر ورکړل شي.

ښاغلیو سروردانش او حاجي محمد محقق ګواښ کړی که د یادې پروژې په مسیر کې بدلون رانشي نو د دوی پلویان به په لاریونونو لاس پوري کړي او خپل حق به له حکومت څخه په زور واخلي.

په داسې حال کې چې د سالنګ کابل له لارې د یادې پروژې د مسیر تعین او د هغې ۱۱۷ ملیون ډالریزه بودیجه په ۲۰۱۳ کال کې د فیشنر جرمنۍ کمپنۍ لخوا اټکل شوي او خبره يي ټوله هغه مهال فیصله شوې اوس د هغې پر سر د نویو لانجو راپورته کول له دې پرته چې د یادې پروژې د له لاسه وتلو لامل شي بله هیڅ ګټه نه لري .

د ملي یووالي حکومت چې په ظاهره د افغان ولس د ملي وحدت د ټینګښت په نوم جوړشوی مګر چارواکو یې د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسي تل د افغان یو موټي ولس ترمنځ دغه ډول اختلافاتو او لانجو را پیدا کولو ته لمن وهلې.

د الیکترونیکي پیژند پاڼو له ناندرییزې موضوع رانیولې د انتخاباتي اصلاحاتو او بیا ټوټاپ پروژې د مسیر تر بدلون پوري ټول داسې تنازعي موضوعات دي چې په عمدي توګه د ملي یوالي حکومت د چارواکو لخوا رامنځته شوې.

یاد اختلافي مسائل که له یوې خوا د افغان ولس ملي وحدت زیانمنوي له بلې خوا خپله حکومت هم له ستونزو سره مخ کوي چې باید چارواکي د هیواد حساسو شرائطو ته په پام سره د دغه ډول بحران زیږوونکو موضوعاتو له راپورته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د