افغانستاننړۍ

د خیبرایجنسۍ له قبایلي مشرانو غوښتل شوي چې افغان مهاجرین له خپلو سیمو وباسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د خیبرایجنسۍ له قبایلي مشرانو څخه د پاکستان امنیتي ځواکونو او د دغې ایجنسۍ چارواکو غوښتلي چې د روانې میاشتې تر ۱۹مې له خپلو سیمو څخه افغان مهاجرین وباسي.

پاکستان ټوډی ورځپاڼې د راپور په اساس سمونوال نعیم الله او د جمرود سیمې مرستیال پولیټيکل ایجنټ د شلماني، مالګوري او کوکیخیل قومونو ګډې جرګې مشرانو ته ویلي چې له خپلو سیمو تر ۱۹مۍ پورې افغان مهاجرین وباسي او که تر دغې نېټې ونه وځي، نو دوی به یې په زور وباسي او کورونه به یې ړنګ کړي.

سمونوال نعیم الله ویلي چې حکومت او امنیتي ځواکونه اوسمهال په دوه مسئلو باندې ترکیز کوي چې یو یې هم د ناقانونه افغان مهاجرینو ستونزه ده. هغه ویلي چې «ناقانونه بهرنیانو» ته کورونه ورکول پاکستاني اتباعو ته ګواښ جوړوي.

هغه پرته له دې د خپلو خبرو ثبوت وړاندې کړي، مخکې وویل چې «ډيری ترهګر له افغانستان څخه راځي او په خیبر ایجنسۍ کې سیمه‌ییز کسان ورسره د وسلو او کورونو ورکولو مرسته کوي څو په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي».

د پوځ دغه پاکستاني سیمه‌ییز چارواکي افغان مهاجرین په دې تورن کړل چې پاکستان ته وفادار نه دي او په وینا یې باید اوس دوی دغه هېواد پریږدي او افغانستان ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې په خیبرایجنسۍ کې امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو بې موجبه دکانونه او هوټلونه تړلي دي.

خيبر ايجنسۍ قبايلي سيمه څخه د افغان کډوالو د ویستلو پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د خيبرپښتونخوا حکومت او ځايي خلک وايي، چې له کوم وخته افغان کډوال خپل هېواد ته روان شوي، د پاکستان پر اقتصاد يې منفي اغېز کړی دی.

افغان کډوال په پېښور، نوښار، مردان، اټک، کامره او نورو سيمو کې ستر سوداګريز مرکزونه، دوکانونه او هوټلونه لري او له تېرو دوو کالو راهيسې، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی، ګڼ افغان سوداګر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې تر څنګ پاکستاني دوکانداران او د سيمې خلک دا هم وايي، چې د افغانانو له ستنېدو سره بازارونه ساړه شوي او د پخوا په پرتله يې اقتصاد هم خراب شوی دی.

د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو شتون د پاکستان په ګټه دی، پر پاکستان يې هېڅ بوج نه شته او که حکومت يې پر ضد له تاوتريخوالي لاس وانخلي د پاکستان پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x