دیني، سیرت او تاریخ

حضرت داود علیه السلام له اتلولۍ څخه تر پيغمبرۍ پوري

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک ”همت “

مخکنۍ اړيني څرګندوني :

له مصر څخه د موسى علیه السلام او د هغه د قوم ( بني اسرائيلو) تر وتلو او د فرعون او د هغه د پوځونو تر غرقېدو وروسته لوى څښتن جل جلاله موسى علیه السلام ته فرمايلي يې وه چي بني اسرائيل وګوماره چي فلسطين فتح کړي. نو کله چي موسى علیه السلام او بني اسرائيل دغي سپېڅلي ځمکي ته ورسېدل  هلته يې د کنعانيانو او حيثانيانو له پاتي شونو څخه جبار اوظالم وګړي وموندل. موسى علیه السلام بني اسرائيلو ته امر وکړ چي بيت المقدس ته ننوزي، د دغو ظالمانو سره جهاد وکړي او له دغه ځايه يې وباسي. خو څنکه چي په بني اسرائيلو کي د تدبير او جهاد ته د اقدام واک او جوهر له منځه تللى وو او د عزت تر ژوند يې د ذلت ژوند تر سترګو ښه ايسېدلى وو، له دښمن څخه د وېري او د آرامۍ او هوسايۍ د خوښوني له امله يې له جهاد څخه ډډه وکړه. د موجود بايبل د څرګندونو سره سم دوى وويل کاشکي موږ په مصر يا دې دښت کي مړه سوي واى. خداى ولي په دې خلکو موږ وژني؟ بيايې په خپلو منځو کي سره وويل راځئ چي يو بل څوک خپل مشر وټاکو او بيرته مصر ته ولاړ سو. خو له هغو دوولسو تنو څخه چي د فلسطين د احوالو د معلومولو لپاره مصر ته تللي وه او په دې هکله يې رپوټ وړاندي کړ يوازي حضرت يوشع علیه السلام او کالب نومى جهاد ته چمتو وه او نور يې هم ور ته وهڅول، اما بني اسرائيل د دوى د سنګسارولو په تکل کي سول او موسى علیه السلام ته يې وويل:

﴿ يَا مُوسَى إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ (24) ﴾ [ المائده  ٥: ٢٤]

ژباړه: اى موسى!تر څو چي هغوى(دغه زورور خلک) هلته (په دغه سپېڅلي ښار کي) وي موږ هيڅکله نه ورځو، (نو په موږ کار مه لره او که د دوى سره جګړه په کار ده ، نو) ته او ستا پالونکى ولاړ سئ او ورسره وجنګېږئ، موږ دلته درته ناست يو .

موسى علیه السلام چي د دوى دا نټه او بې غيرتي وليدل لوى څښتن ته يې وويل: اى زما ربه زه له خپله ځانه او خپل وروره پرته پر بل چا څه واک اختيار نه لرم، نو ته موږ له دې فاسقانو څخه بېل کړه. هغه وو چي لوى څښتن په دې جرم پر دوى باندي هغه هيواد تر څلوېښتو کلونو پوري حرام کړ. بيا دوى د فاران او د هغه د شاوخوا سيمو په دښتونو کي  نتلي او اسکېرلي ګرځېدل، څو دغه توکم چي د ذلت او ټيټ ژوند سره عادت سوى وو له منځه ولاړ او نوي او د رشتيني اسلام او مړاني په روحيه روزل سوي ځوانان راپور ته سول.

د فلسطين فتح:

کله چي د سزا څلوېښت کاله پوره کېدو ته نژدې سول حضرت هارون علیه السلام د ادوم پولي ته نژدې پر ” هور “ غره باندي وفات سو. وروسته موسى علیه السلام بني اسرائيل د ” موآب “ سيمي ته ننايستل. د دې سيمي تر فتح کولو وروسته د ” موآب “ د درې د ” عباريم “  پر غره باندي وفات سو. د ده پر ځاى د يوسف علیه السلام له لمسيانو څخه يو تن حضرت يوشع علیه السلام چي د نون زوى او يوسف علیه السلام له لمسيانو څخه وو، د ده لومړى خليفه سو. هغه د شام او نورو ځايونو د جابرو واکمنو سره جګړې وکړې او د ”اريحا“ ښار يې فتح کړ. دا د فلسطين لومړى ښار وو چي د بني اسرائيلو په لاس ورغى. بيا يې په ډېره لږه موده کي فلسطين فتح کړ او پر ډېرو نورو ځايونو يې هم واک وموند. تر دې بريو  وروسته هم په بني اسرائيلو کي شر او ورانکاريو په ډول ډول بڼو سر را پورته کړ، ستر جرمونه يې تر سره کړل او ډېر پيغمبران يې شهيدان کړل، چي لوى څښتن د دې ګنهونو له امله سختي سزاوي ورکړې.

په فلسطين کي بېلابېل مشرک ولسونه مېشت وه. د دوى د ډېرو بداخلاقيوله امله د دوى عبادت ځايونه د فحاشيو او بدکاريو مراکز ګرځېدلي وه. واکمنو يې په ظلم او جبر شهرت موندلى وو. په تورات کي بني اسرائيلو ته دنده وکړه سوې وه چي دغه بدکاري ولسونه او ظالم واکمنان له هغه ځايه وباسي. خو دوى دې لارښوونو ته شا کړه او هلته يې يو متحد حکومت ټينګ نه کړ، بلکي د دوى دوولسو قبيلو له فتح سوو سيمو څخه ځيني د خپل قبايلي عصبيت پر بنسټ سره ووېشلې او د نن مهال د عربو غوندي کوچني کوچني حکومتونه يې پکښي جوړ کړل. په دې ډول دوى او په فلسطين کي پخواني استوګن مشرکين ګډ اوسېدل او پاى د دوى د ګډ اوسېدو له امله د دغو ولسونو ټولو شرکياتو،اخلاقي مفاسدو، فحاشيو او عياشيو دوى ته سرايت وکړ.

يوشع علیه السلام د مرګ تر ساعته پر دوى حکومت وکړ. کله چي وفات سو څو تنو قاضيانو تر څه مهاله د چارو واګي په لاس کي واخيستې، خو څه خاص واک يې نه درلود. بيا لوى څښتن پر دوى باندي ظالم او جابر واکمنان مسلط کړل. بالاخره پايله دا سوه چي په فلسطين کي د دوى ټول دښمنان د دوى پر ضد سره يو سول او د پرله پسې بريدونو په پايله کي يې دوى د فلسطين له زياتي برخي څخه بې برخي کړل. تر دې چي په يوه خونړۍ جګړه کي يې دوى ته سخته ماته ورکړه. د دوى ښځي او ماشومان يې اسيران کړل او هغه صندخ يې چي د دوى سپېڅلي کتاب تورات پکښي خوندي وو او دوى”د عهد صندخ“ ( د لوى څښتن د ژمني صندخ) باله او ډېر برکتي وو او د دوى د بري او ډاډ وسايل پکښي خوندي وه او دوى به په جګړو کي د پوځونو په مخ کي وړى ځني يو وړ. ډېر وختونه په دې توګه پر تېر سول څو د دوى د يوه پيغمبر او قاضي سموئيل ( شمويل) وخت راورسېد.

د طالوت واکمني:

سموئيل تر ډېرمهاله پر بني اسرائيلو حکومت وکړ. کله چي زوړ سو بني اسرائيلو له خپل دې ناوړه حالت څخه د راوتلو او د دښمنانو سره د مقابلې کولولپاره له سموئيل څخه وغوښتل چي يو پاچا ورته وټاکي څو ټول د هغه تر بيرغ لاندي را غونډ سي او د هغه په مشري د لوى څښتن په لار کي وجنګيږي. څنګه چي سموئيل ته د دوى خوى بوى او د ضعف ټکي معلوم وه، نو يې ورته وويل چي بياخو به داسي نه وي چي د جنګېدو امر درته وسي او تاسي نټه وکړئ. هغو ورته وويل داسي کله کېداى سي چي موږ له خپلو کورونو څخه ايستل سوي يو او زموږ مېرمني او ماشومان له موږ څخه بېل کړى سوي وي او موږ به نه جنګيږو ؟ خو کله چي لوى څښتن دوى جګړې ته وګومارل، له يو لږ شمېر کسانو پرته نورو ټولو نټه وکړه.

سموئيل دوى ته خبر ورکړ چي لوى څښتن ستاسي د غوښتني له مخي طالوت بن قيش تاسي ته د پاچا په توګه ټاکلى دى. هغه د يعقوب علیه السلام د ډېر بې وزلي زوى بنيامين له اولادې څخه يو بې وزلى او عام پوځي وو، خو ډېر غښتلى او هوښيار او عالم ځوان وو، اما څنګه چي مشهور او معروف سړى نه وو او د دوى د اند سره سم بايد واکمنان د يهودا له توکمه واى او نبوت په لاوي قبيله اړه درلوده او له بلي خوا دوى ته مال او شته د عزت او شرف نخښه ايسېده، نو دوى د تکبر او ځان غوښتني له مخي اعتراض وکړ چي دا خو يو عادي او نشتمن سړى دى، دا يې څنګه پر موږ باندي واکمن کړ ؟ سموئيل ور ته وويل: دا لوى څښتن ستاسي لپاره غوره کړى دى او د ډېر علم او ښه روحي او جسماني ځواک خاوند دى او لوى څښتن چي چا ته يې خوښه سي واکمني ورکوي. لنډه دا چي طالوت ( چي په تاريخونو کي ”شاول“ ور ته وايي ) په ١٠٤٠ قبل الميلاد کال د دوى واکمن وټاکل سو. د هغه د واکمنۍ په زمانه کي د هغه د ښې واکمنۍ او د لوى څښتن له لوري د پاچا په توګه د هغه د ټاکلو د نخښي په توکه دوى ته لوى څښتن د تورات صندخ چي د دوى د عزت او شرف پانګه پکښي خوندي وه او د دوى د زړونو د ډاډېيني وسايل او د موسى او هارون عليهما السلام د کورنيو ځيني آثار او د تورات لوحې پکښې وې، بېرته په لاس وروړ . طالوت د بني اسرائيلو ټول قبايل يو موټۍ کړل، دوى يې جهاد ته وګومارل او ستر پوځ يې پر فلسطين باندي د مسلطو بت پالو ظالمانو سره د جګړې په موخه وخوځاوه. کله چي دوى د دښمن لښکرو ته نژدې سول او له يوه سيند څخه پوري وتل، طالوت د دوى د اطاعت او جنګي مورال دازمايلو لپاره ورته وويل چي له دغه سيند څخه د تېرېدو پر مهال له يوې، نيمي لپې اوبو چيښلو پرته، د تندي د ماتېدو په اندازه ډېري اوبه مه چيښئ. که چا ډېري وچيښلې زما له پيروانو څخه نه دى. اما له دې امر څخه اکثرو سر وغړاوه او ډېر پوځيان ګردسره تر سيند پوري نه وتل او پر شا ولاړل. طالوت هم دغه بې ارادې او سست عنصره کسان چي مازي د لښکر شمېر په ډېر سوى وو او نور د هيڅ ورهڼـي نه وه خوشي کړل او د ده د امر منونکي صادق او مومن وګړي يې د دښمن سره مبارزې او د لوى څښتن په لار کي جهاد ته چمتو کړل.

د اتل داود لخوا د جالوت وژل:

جالوت ( جُلْيَات ياجولِيَت ) چي د فلسطينيانو د لښکرو مشر وو په زړه ورتيا او غښتلتيا يې نوم ايستلى وو، خو ډېر ظالم وو او ټول ځني بېرېدل. ده ډېر ستر او په جنګي وسايلو سمبال پوځ راغونډ کړى وو. کله چي د طالوت هغو لږو لښکرو چي پر ستړيا او تنده يې صبر وکړ او تر سيند پوري وتل د دښمن غښتلتيا او ډېرښت او خپل لږوالى وليد، په اندېښنه کي سول او ويې ويل:

﴿ لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ ﴾ [ البقره  ٢: ٢٤٩]

ژباړه: نن په موږ کي د جالوت او د هغه د لښکرو سره د مقابلې هيڅ وس نسته.

خو د دوى عالمانو او يو شمېر زړه ورو جګړنو وويل چي:

﴿ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ﴾ [ البقره  ٢: ٢٤٩]

ژباړه: ډېر ځله داسي سوي دي چي يوه کوچنۍ ډله د الله په امر پر يوه لويه ډله لاسبري سوي دي.

نو موږ هم که خداى کول بريالي کيږو. په دې توګه يې خپلو اندېښمنو ملګرو ته دلاوري ورکړه او طالوت ته يې وويل چي خپل کار ته ادامه ورکړه. په دې توګه ټولو د جالوت د پوځونو جګړې ته په مړانه ورودانکل. وايي چي جالوت د خپلو لښکرو له منځه راووت او د طالوت لښکريانو ته يې ناري کړه چي هر څوک چي ځان ته يو څه وايي زما سره دي تن په تن وجنګيږي. خو که څه هم طالوت اعلان کړى وو چي که هر چا جالوت وواژه غټ انعام ورکوم، خپله لور به هم ور په نکاح کړم او تر ما وروسته به پاچهي هم د هغه وي. خو بيا هم د هغه لښکريان له وېري نه ور وړاندي کېدل. وايي چي د بيت اللحم د يوه اوسېدونکي د لږ عمر زوى داود نومي چي د يهودا بن يعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو واورېدل چي جالوت رقم رقم غټ بازۍ کوي او پوچ وپاش وايي خو هيڅوک يې مقابلې ته نه وردانګي، نو د دغه کم سنه ځوان غيرت پر ښور راغى، له طالوت څخه تر اجازې وروسته د جالوت مقابلې ته ور وړاندي سو او په داسي حال کي چي د هيچا زړه ته نه لوېده چي دغه د لږ عمر ځوان به څه وکړي، دغه مغروره ظالم يې وواژه. چي د دې په ليدو سره د هغه په لښکرو هم ماته ګډه سوه او وتښتېدل او په دې حال کي ډېر ووژل سول. لوى څښتن دا پېښه داسي بيانوي:

﴿ فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآَتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (251) ﴾ [ البقره  ٢: ٢٥١]

ژباړه:په پاى کي د الله په امر هغو د جالوت ملګري وتښتول. او داودجالوت وواژه او الله هغه ته واکمني او د دين پوهه ورپه برخه کړه او هر هغه څه يې ورزده کړل چي الله غوښتل. او که الله په دغه ډول د يوې ډلي دفاع په بله ډله نه کولاى، نو مځکه به ورانه سوې واى. خو دا پر ټولو نړۍ والو باندي د الله لوى فضل دى.

د داود علیه السلام واک ته رسېدل:

څنګه چي داود علیه السلام جالوت وواژه نو طالوت ته ډېر ورتېر سو او د ټول پوځ د مشر په توګه وټاکل سو او ډېر فتوحات يې وکړل. طالوت خپله لور هم ورکړه. بني اسرائيلو هم د داود علیه السلام سره د ده د مړاني او ښو کړنو په سبب مينه لرل او په درنه سترګه يې ورته کتل. لوى څښتن بني اسرائيلو ته تر ذلت او لالهاندۍ وروسته يو ځل بيا عزت او واک ور په برخه کړ. کله چي طالوت وفات  سو، داود علیه السلام د ”حبرون“ ښار ته چي اوس يې ”الخليل“ بولي ولاړ. د يهودا د قبيلې خلک پر هغه راټول سول او هغه يې خپل واکمن وټاکى. خو نورو اسرائيلو د طالوت زوى”اشبوشت“ خپل پاچا وټاکى. بيا د طالوت د زوى او داود علیه السلام د پوځيانو ترمنځ جګړې وسوې چي پاى ”اشبوشت“ ووژل سو او داود علیه السلام پر ”حبرون“ باندي تر څه له پاسه اووه کاله واکمنۍ وروسته په اورشليم ( بيت اتلمقدس) کي (٣٣) کاله پر ټولو بني اسرائيلو باندي پاچا وو. هغه په عدل او انصاف حکومت کاوه او د يهودو ټول قبايل يې سره يوموټۍ کړل.

د داود علیه السلام پيغمبري:

کله چي حضرت داود علیه السلام څلوېښت کلنۍ ته ورسېد لوى څښتن هغه ته پر پاچهي سربېره د نبوت منصب هم ورکړ. په کتابونو کي راوړي چي لوى څښتن پر داود علیه السلام باندي د ” زبور “ په نامه کتاب چي اهل کتاب يې” المزمير “ بولي، نازل کړ، کوم چي پر قصايدو، اشعارو او ترانو مشتمل دى او ډول ډول  نصيحتونه، د لوى څښتن تمجيد او توصيف، ديني او وجداني رقايق،اذکار، لمونځونه، مناجات او د ثواب او عقاب بيانونه پکښي راغلي دي. د دې کتاب زياتره مزامير حضرت داود علیه السلام ويلي دي او ځيني تر ده وروسته نورو پرورزيات کړي دي. داود علیه السلام سربېره پر دې چي علم او حکمت او زيات شمېر نور فضايل ورکړه سوي وه، ډېر ښه آواز هم درلود او کله چي به يې زبور لوستى او يا به يې د لوى څښتن تسبيح او حمد وايه انسانان، پېرانان او الوتونکي به ټول ورته غوږ سول او د ده په خواږه آواز کي پر قرائت او حمد او تسبيحاتو به يې خوند اخيستى.

د داود علیه السلام وفات:

اهل کتاب د داود علیه السلام وفات په (٧٧) کلنۍ کي ګڼي. خو اسلامي عالمانو د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د يوه حديث او نورو څېړنو له مخي جوته کړې ده چي هغه د سلو کالو په عمر وفات سو او خپله ستره واکمني يې خپل زوى سليمان علیه السلام ته پرېښوول. تاريخونه وايي چي د دې دواړو پيغمبرانو د پاچهۍ دوره له شاوخوا ١٠٠٠ تر ٩٢٢ قبل الميلاد پوري وغځېده. د حضرت داود علیه السلام قبر د ”صيون“ پر غره باندي دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x