نظــر

سرداره غازي

دمیوندد مشهوري غزایوه غیرمشهوره اتله میرمن سرداره غازي  ده، سرداره غازي دملاعبیدالله لوراودامیرشیرعلي خان دوزیرسردارمحمدرفیق خان لودین خورده،  دکندهارښارپه برو بازار کي  یې کورنۍ اوسیدله ، دسرداري دژوند ملګری (خاوند) سردار مقصود خان محمدزی نومیده چي دامیردوست محمدخان دورورجمعه خان لمسی کیده اودکندهارپه میوندکي یې خپله کلااوکاریزدرلود، همداکاریزاوس د کاریزک په نوم مشهوردی .

د۱۲۹۷هق کال  دبرات پر۱۵مه دسپه سالارغازي محمدایوب خان په مشري افغان مجاهدینو دپرنګي اشغالګردښمن سره په میوند کي دجګړې تابیانیوله، افغان غازیان دوسلواولوژیستیک دډیر کمښت سره مخ وو، 

ځواک یې په هیڅ ډول  ددښمن دقوت سره دپرتلې وړنه ؤ،  خوایماني قوت یې دومره پیاوړی ؤچي دمجهزدښمن هرڅه ورته هیڅ ښکاریدل اوپه وړاندي یې ملاتړلي دجنګ میدان  کي ولاړوو،غازیانوپه خورااوچت مورال دجګړې په ډګرکي ددښمن سره دډغري  وهلوشېبې شمېرلې اوشعاریې ؤ چي:

یابه پرنګ له ملکه باسو
یابه ایږدوپرخپل وطن باندي سرونه

دبرات پر۱۷مه ورځ دافغان غازیانواوپرنګي لښکروترمنځ دمیوندپه دښته کي سخته جګړه ونښته،  له یوې خواداسددپنځمي ورځي  دتودوخي ګراف  ساعت په ساعت  پورته کیده پرمځکه اوهوایې خپل اغیزښکاره کاوه،   له بلي خوابیا دواړولوریوپریوبل ګوزارونو ته زورورکاوه او جګړې شېبه په شېبه شدت مونده، دورځي دلسوبجوپه شاوخوواکي غازیان  تږي شول خولې یې داسي وچي وې چي دالله اکبرویلوسېک پکي نه ؤ.

ډیروښځوپه دغه غزاکي دمجاهدینوسره همکاري کوله ،ځینومیرمنو اوبه اوځینوبارودغازیانوته رسول،   سرداري غازي بیاپه خپله کلاکي په لسهاووښځي راټولي کړې وې  چي غازیانوته  ډوډۍ ور پخه کړي.

سرداره دغرمې په رانژدیکیدلوسره په جګړه کي دغازیانودحال معلومولوپه موخه دکلابرج ته پورته شوه، که ګوري چي غازیانووروستیوسنګرونوته عقب نشیني کړې ده، دهمدې حالت په لیدلویې دخپلووروڼوغازیانوسره اوږه پر اوږه دپرنګ پر ضد دجنګیدوعزم وکړ، ځان یې په پړوني کي تاوکړ، وسله یې راواخیستله اودوروڼومرستي ته یې دجګړې په اوج کي  ځان ورساوه، په دې جګړه کي نوري میرمني هم وې ځینویې غازیانوته اوبه اومهمات رسول، ځینوبیادوروڼوسره څنګ پرڅنګ  وسله واله مبارزه کوله اودغازیانودروحیې لوړولوپه موخه  یې حماسي لنډۍ هم  ویلې، ترټولومشهوري لنډۍ  چي په دغه غزاکي ښځوویلي  دهغي پیغلي دي چي دملالۍ په نوم یادیږي اوددې نارې په کولویې چي :

که په میوندکي شهیدنه شوې
خدایږولالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه

دغازیانومړاوي هیلي،لویدلی مورال اوساړه احساسات داسي لوړي کچي ته پورته کړل چي تقریبا دغازیانوماته یې په سوبه واړوله .

افغان غازیانوپه ټکنده غرمه کي دپرنګ دپرمختللووسلواومجهزووحشي لښکروپه وړاند ي په لږواوکمزورووسلواتلوالي  مبارزې ته ادامه ورکړه، دغازیانوداستقامت برکت ؤچي  ترسختي جګړې وروسته یې دماپښین په وخت کي دنړۍ قوي ځواک (پرنګي لښکر)  شاتګ ته مجبورکړاودکندهاردښارلورته یې پښې سپکي کړې .

سرداره غازي  دمیونددستري معرکې ترسوبي وورسته په داسي حال کي خپلي کلاته ستنیده چي دپرنګي افسریوټوپک اواس یې غنیمت کړي وو، دسرداري ولجه کړی ټوپک دسردارجمعه خان په کاله کي  ترډیره وخته دمیونددستري سوبي دیوارزښتمن اثراویادګارپه توګه خوندي وو.

علامه رشاددکارنامومیرمني په ۱۸-۱۷مخ کي دحاجي محمدابراهیم خان لودین له خولې ددغي حماسې نقل کوي اوزیاتوي چي دسرداري حماسه ملامیریحی د نظم په تارپېیلې چي لاندي درې بنده یې دښاغلي لودین په غیرمنظم ډول پیادؤ اوماځني ولیکل .
راووته سرداره له کلاپه نیت دجنګ

نازیږه په میونده

دې وویل :ماولیدې ګولې دپرنګیانو

مرګی دی دغازیانو

ځوانان دي چي رژیږي دوطن پرنام وننګ

ودا اخي له ژونده

دې وویل :ماولیدې سرې ویني دي بهیږي

ځوانا ن دي قتل کیږي

لښکردپرنګي راځي میدان ته په غورځنګ

بېلیږي هارله قنده

دې وویل :ماولیده غازیان دکندهار

تپیږي وارپه وار

ځوانان رغړي په وینوکي له لاسه دپرنګ

پرنګ تپ کې خاونده

افغانومیرمنودتاریخ په بیلابیلوپړاونوکي  دخپل دین اووطن په دفاع کي په مختلفوشکلونونه ستړي کیدونکي اونه هیریدونکي خدمتونه  کړي دي، خپله یې هم دوروڼوسره اوږه پراوږه جهادکي برخه اخیستې، زخمونه یې خوړلي اودشهادت جامونه یې پرسراړولي،  زامن، وروڼه اودژوندملګري یې هم دښکېلاکګروپرضددغزاګرم ډګرته هڅولي اواستولي، پرزخم، بنداوشهادت یې صبرکړی اوپه ډیره میړانه یې دیتیمانوپالنه اوروزنه ترسره کړې  ده .

ماخذ:[دکارنامومېرمني، رشادعلامه عبدالشکور]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x