افغانستان

دفاع وزارت او ملي امنیت لپاره نوې سرپرستان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د دفاع او ملي امنیت لپاره نوي سرپرست مشران ټاکلي دي.

په ډېره مختصره خبرپاڼه کې راغلي چې ډګر جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت لپاره سرپرست او ددفاع وزارت پخوانی سرپرست محمد معصوم ستانکزی د ولسمشر مشاور وزیر او په ورته وخت کې د ملي امنیت لپاره عمومي سرپرست رئيس وټاکل شو.

د یادوني وړ ده چې ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ملي امنیت پر ریاست د طالبانو د برید وروسته په ملي شورا کې اعلان وکړ چې په راتلونکو درو ورځو کې به د سرپرستۍ ستونزي ته د پای ټکی ږدي، نوموړی د ملي شورا د غړو له لوري په مهمو وزارتونو کې د سرپرست مشرانو پر سر د سخت غبرګون سره مخ وو، هغه وعده کړې وه چې په درو ورځو کې به نوي وزیران معرفي شي. یوه اونۍ وروسته هم ولسمشر په خپل وعده پوره کولو ونه توانېد، چې له امله یې نوموړی یو ځل بیا تر سختو نیوکو لاندي دی.

تر اوسه دا هم جوته نه ده چې د نوي وزیرانو په نومولو کې ولسمشر د کومي ځانګړي ستونزي سره مخ دی خو ددې تر مخه د ګډحکومت د دواړو مشرانو تر منځ د کابیني پر سر د نظر اختلاف ددې لامل سو چې د حکومت د جوړېدو قریب یونیم کال وروسته هم ځیني مهم وزارتونه، ولایتونو او نور مهمي چوکۍ د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x