fbpx

استاد ریان سره مې د اخوت رابطه

غلام حیدر جام مرادوال

په ‌‌‌‌‌‌ډير خواشینی سره می د تلویزیون په خبری پټه ولوستل چی انجنیر عبدالله ګل “ريان” د ورپيښی ناروغۍ له کبله مړ سو !
إنالله و إنا إليه راجعون

مړ یی مه بوله ژوندۍ دی لا خوځيږی
هر دفتر (كتاب) يې دلالت په ژوندانه کا.
ارواښاد “ريان” سره مي د اخوة رابطه په ( ١٣٤٩ هـ ش ) كال كي ټينګه کړله چي په هغه وخت کی د سلطان محمود “غزنوي” د ليسې د خپلو ټولګیوالو لمړۍ نمره زده کوونکې وو.

حقیقتاً چی ارواښاد د روښانه ماغزو او د بیداره زړه خاوند شخصیت وو.

ارواښاد “ريان” د ځوانو مسلمانو مبارزو ښه ټينګ ملګری او زړه ور ځوان وو، کله چی د خدام الفرقان په نوم اسلامی خوځښت او حرکت پيل سو همهغه وو چی هغه لاره یی تعقیب او د ندای حق غږ یی په اوچت غږ باندی پورته کړ.

تر ظاهری قوت یی باطنی قوت خورا ‌‌‌‌‌‌ډيره پياوړی وه لکه چی وایی :

قناعت می تر خرقی لاندی اطلس ده
په ظاهر کی ګدا په باطن پادشاه یم.

که دده مرحوم فقیر علمې شخصیت ته مسلمان فیلسوف ووایم نو خلګ دې نه په تعجب کی کیږی ځکه چی د ‌‌‌‌‌‌ډير لوړ علمی استعداد خاوند وو.

علمی تشه او فکری خلا به یی ګمان کوم چی د نورو برېڅی پری کې کړی !

نوموړی مرحوم: هری پيښی او پدیدی ته به یی د قرآن کریم او د نبوی احادیثو په رڼا کی ځواب ویلو سربیره پر دۍ خورا د نیکو اخلاقو، ښه سلوک او د متواضع چلند څښتن وو.

رښتیا هم: چی باطنی ړانده به یې د مشعل رڼا ونه وینی !

ارواښاد “ريان”:

د ثور د ( ٧ ) نيټی په راتلو سره چی د هیواد فضأ خړه پړه او توره ترږمه خپره وه، د هر فکری مسلمان ځوان ته چی د عقیدۍ څښتن به وو د ځمکی مخ یی ورته سره تبۍ ګرځولی وه، همدا وو چی مرحوم بندی خانی ته د تلو لاره خپله کړه او د ځولنو شرنګ یې د وخت سندره وګرځيدله !

دا چی تیارۍ هم پای درلود، یوه ورځ غږ په وسو چی انجنیره راووزه خلاص سولې.

خدای بښلی د خلاصیدو سره سم یې بند (زندان) ناخوالی او ترخۍ خاطری په خپل کتاب کی ولیکلی چی د “زندان خاطرۍ” او ‌‌‌‌‌‌ډير نور ارزښت لرونکی متنوع کتابونه یی تألیف کړی دی چی هر کتاب یې د ښۍ لاری مشعل ګڼل کیدای سی.

په رښتیا چی وایی:

چی دستار تړی هزار دی
د دستار سړی په شمار دی.

فلهذا: زه به د خپلی ژوری خواشینې غوټی په لاندی ټپو وسپړم !

د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلی راغلی زما د زړه طالب بیده دی نه راځينه

دا هر قدم مۍ په لیمو وو ماسره ایښی وو په لار کی قدمونه

نقش او قدم یې خپل میراث کړۍ دا سمسور باغ یې اوبوۍ برخه ترۍ وړېنه

په پای کی ارواښاد ته له رب العزت نه جنت الفردوس درنۍ کورنی ته یې د اجر عظیم او صبر جمیل غوښتونکۍ، دوستانو او ملګرو ته یې د زړه صبر او لوړه بریا غواړم.

والسلام

غلام حیدر جام مرادوال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د