افغانستان

ملي امنیت د موټرو څخه ۲۰۰ مسافر د طالب په تور کښته کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د پروان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې ددغه ولایت د سالنګ په ولسوالۍ کې یې تر ۱۵۰ زیات کسان د سفر پر مهال د بسونو څخه کښته کړي.

دوی ادعا کړي چې دغه کسان د طالبانو سره تړاو لري، د کندهار، هلمند، زابل او نورو جنوبي ولایتونو اوسیدونکي دي چې غوښتل یې بغلان او کندز ته د جګړې لپاره ولاړ شي.

بل خوا د کاپیسا ولسوالۍ چارواکو هم ویلي چې د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ د ګلبهار په سیمه کې نن سهار ۴۰ تنه نیولي دي چې ټول یې د ننګرهار ولایت دي او هغوی غوښتل په هینو ډوله موټر د هیواد شمال ولایتونو ته ولاړ شي.

په دې اړه د نن ټکی اسیا سره یو شمېر کسانو اړیکه ونیوله او وې ویل چې د پروان او کاپيسا چارواکي قصدا هر پښتون د طالب په تور تنګوي او شمالي ولایتونو د سفر پر مهال په ځانګړي توګه د پښتنو سره زیاتي پوښتني او ګرویږني کوي چې له امله یې دوی په تنګ راغلي.

د حاجي حمید په نامه د یوه نیول شوي هلک پلار نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه چارواکي د تعصب پر بنا باندي پښتانه د ځان دفاع او وسلو پورته کولو ته مجبوره وي.
هغه وویل چې زوی یې بغلان ولایت ته د واده د مراسمو د نهايي کولو لپاره روان وو، خو د طالب په تور د ملي امنیت په بند کښېوتی.

باید وویل شي چې په شمالي ولایتونو کې طالب جنګیالي تر ډیره اوزبک، تاجک او د همدې ولایتونو اوسیدونکي پښتنو ته منسوبیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د جنوبي ولایتونو وګړي په دې تور نیول کیږي چې په کندوز او بغلان کې په جګړه کې د ګډون لپاره هلته روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طلا ـ احمدزی

ملي امنیت د موټرو څخه ۲۰۰ مسافر د طالب په تور کښته کړي

د نن ټکې دازادې خپرونې دقدروړکارکوونکو ۰سلام اودرناوۍ دراستوم ۰
په جبل سراج کی دمسافروښکته کول په رښتیا یودقیق خبرده ؟ پدی باب که درسره نورمعلومات وی له ماسره يي شريکولی شۍ ۰ترڅوچه په اورپاکۍ داجتماعۍ اوسياسی سازمانو مشران پرۍ خبرکړم ۰ په خداۍ موسپارم
طلا ـ احمدزی له جرمنۍ څخه

افغان

احمدزی صاحب او مسلمانانو ورونو السلام علیکم : لمړی : افغانستان لوی هیواد دی او بیا د سرک په سر د ۲۰۰ مسافرو په دی تور کوزیدل چه دوی به طالبان وی ، د ډیرو نورو او حتی د غلامی اداری په میدیا کی به هم لیکل شوی وی ، چه نن ټکی اسیا پلټل شوی کړنه بیا پلټی فکر نه کوم چه اړه به وی . دوم : اروبا کی که په رښتینی اجتماعی او سیاسی سازمانو شتون لرلی ، نو دغه د ۲۰۰ کسانو د طالب په تور ښکته کول ډیره کوچنی خبره ده ، هلته غرونه د… نور لوستل »

طلا ـ احمدزی

درناب ځوابلیکونکيه ۰ ستاسوسلام ته واعليکوم السلام وايم ۰
دهغوښکته شويومسافروپه باب په ټوله مدياکي ماڅه پيدانه کړل نومي ځکه ستاسومرسته وغوښته ۰
په اوروپاکي دازادي اودجوامعوڅرنګوالي جلابحث دي دادهغوی هيوادونه دی ۰
ماته دافغان مظلوم ولس درداوکړاو مهم دی اودهغوۍ دحق غوښتنه ديومسلمان اوافغان په صفت زماوجيبه ده.
په درنښت طلا ـ احمدزی له جرمنۍ څخه

خپلواک

طلا احمدزی صاحب بیا السلام علیکم ! تر ټولو لمړی ستاسی دوهمه تبصره د افغان تبصری ته راجع شوی ، د هغه نوم درناب نه ، افغان دی او ستاسی نوم طلا احمدزی دی ، هغه ستاسی نوم ( ښه یا بد ) نه دی توهین کړی او نه یی ستاسی د بتصری په اړه منفی څه لیکلی ستاسی [ درناب ځوابلیکونکيه ] عنوانی یا استفهامی که شه معنی هم ولری توهینی ده ستاسی د علمیت او شخصیت پیژندنه تری کیږی له همدی توهینی نومه دی ستا فکری خط په ډاګه کیږی چه تاسی په کومه میدیا باوری او متکی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x