افغانستان

فراه: د ایساف لس اکمالاتي موټر سوځول شوي دي

نن ټکی آسیا: د کندهار او هرات ولایت پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو لس عرادې اکمالاتي موټر سوځول شوي دي، او د ذبیح الله مجاهد په وینا اته تنه د عامه نظم پولیس هم ورسره وژل شوي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند عبد الرحمن ژوندی ویلي چي پيښه تیر مازیګر ناوخته د فراه ولایت په بالابولک ولسوالۍ کي هغه وخت را منځته شول کله چي د سیمي څخه د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان موټر په تیرېدو وه، چي د طالبانو د برید سره مخ شول، خو نوموړي ادعا کوي چي سوځول شوي موټر څلور عرادې د تیلو ټانکران دي.

د شرف الدین په نامه یو کس د پژواک خبري اژانس ته ویلي چي د بهرنیو ځواکونو پنځه ټانکره د سوځیدو په حال کي ده په خپلو سترګو لیدلي، او هم یې د پيښي په ځای کي د دوو تنو پولیسو جسدونه ولیدل چي وژل شوي وه.

نوموړي ویلي چي په پيښه کي وسلوال طالبان هم ټپيان شوي دي او د طالبانو سراچه ډوله موټر امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: په جګړه کي درې تنه طالبان ټپيان شول، او دوه نور په شهادت ورسیدل.

باید وویل شي چي طالبان په فراه ولایت کي پر لویو لارو ډیر نفوذ لري، او لس ورځي مخکي هم پر دغه لاره تر لس زیات د بهرنیو ځواکونو موټرو ته اور اچولی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close