عثماني خلافت څنګه جوړ شو ؟

ژباړه: شفیق احمد ریان

په اسلامي نړۍ د مغلو د یرغل له پیل کیدلو سره ارطغرل بن سلیمان شاه د څلورسوه خیمو له اوسیدونکو سره د اوسیدلو د یوه مناسب ځای په لټه کي وو ، یوه ورځ دوی کوم لور ته د تګ په حال کي وو چي د جګړي غږ ، د اسونو ترپهار او د جنګیالیو چیغي يي تر غوږ شوي ، ارطغرل چي د جګړي میدان ته متوجه شو ولیدل دوه لښکره په سخته جګړه بوخت دي ، یوه لښکر د اسلام او بل لښکر د مغلو مشهور بیرغ پورته کړئ .

ارطغرل بي له دي چي پوه شي چي جنګیدونکي کسان څوک دي یا هم په دي وویریږي چي د خپلي قبیلي ټول جنګیالي به يي ووژل شي سمدستي يي خپلو څلور سوه تنو سپرو ته امر وکړ چي د خپلي دیني عقیدي د وروڼو د مرستي لپاره تیار شئ .

د مغلو له فوځ سره د جنګیدونکو مسلمانانو سترګي په نابلدو اس سپرو ولګیدلي ، له ورایه داسي معلومیدل چي تازه نفسه دي ، دوی يي نه پيژندل او نه هم پوهیدل چي له اسمانه را نازل شوي او که له ځمکه را وتلي دي ، نویو راغلو سپرو د مغلو په مجهز او زیات شمیر لښکرو د طوفان په څير حمله وکړله ، په میړانه وجنګیدل او ويي کړای شوای چي د مسلمانانو ماتي په فتحه بدله کړي . (الحمدالله)

دي جګړه کي مغلو رسوا ماتي وخوړله او د علاؤ الدین سلجوقي اسلامي فوځ بریالی شو .

امیر علاؤالدین ددوي په پاکه عقیده او په سخت وخت کي په مرسته ډیر خوښ شو ، ددوی کارنامه يي زیاته وستایله او د اناتولي په په هغو سرحدي سیمو کي يي ورته پراخي ځمکي ورکړي چي له روم سره نیږدي پرتي وي .

ارطغرل له علاؤالدین سلجوقي سره ډيره موده یوځای پاتی شو ، له مغلو او صلیبیانو سره به يي هر وخت په جګړو کي ګډون کاوو تر څو چي وفات شو اوپه ځای يي يي عثمان بن ارطغرل د امیر په حیث انتخاب شو .

امیرعثمان بن ارطغرل له هغي کوچني سیمي څخه چي علاؤالدین سلجوقي ورکړي وه د تاریخ لویه امپراطوري(عثماني خلافت ) جوړ کړ ، ددي امیر له نسل څخه زیات شمیر میړني مجاهدین او د عثماني خلافت بادشا هان پیدا شول او د اسلام بیرغ يي تر ۶۰۰ کلونو پوري په اهتزاز کي وساتلو .

هوکه ، عثماني خلافت ۶۰۰ کاله په نیمه نړۍ حکومت وکړ .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د