نړۍ

د سعودي امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور داعشیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د سعودي د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د پنجشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو د مکې مکرمې ښار او طایف تر منځ د اسلامي دولت ډلي اړوند داعشي وسلوالو پر یوه پټن ځای عملیات وکړه چې په ترڅ کې ۴ تنه مطلوبین ووژل شوه. په بیان کې ویل شوي چې دوه کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو لګېدلي او پاته دوه کسانو خپل ځانونو ته چاودنه ورکړې.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته لیږل شوي، ویل شوي چې د تیري جمعې په ورځ د بیشه په نامه سیمه کې د داعشیانو له خوا د یوه لوی پلان شوي برید مخه ونیول شوه ، چې د هغو معلوماتو پر اساس نن د مکې مکرمې او طایف تر منځ سیمه کې ددوی پر یوه پټن ځای باندي چاپه ووهل شوه او د مطلوبینو څخه وغوښتل شوه چې ځانونه تسلیم کړي، خو هغوی ډزي وکړي چې په جوابي ډزو کې دوه تنه ووژل شوه او دوه نورو ځانونه پټاو کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو په ورته وخت کې په جده ښار کې هم د داعشیانو پر یوه پټن ځای چاپه ووهل او دوه کسان یې ژوندي ونیول چې تحقیقات ورسره روان دي.

د یادو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ځایونو څخه د تر لاسه شویو اسنادو، وسلو او چاودېدونکو توکو د پلټني وروسته به بشپړ معلومات د رسنیو سره شریک شي.

اسلامي دولت ډله (داعش) د سعودي واکمن، د سعودي پوځ او حکومتي چارواکي کفار بولي او د هغوی په وړاندي وسلواله مبارزه روا او ځوانان ورته رابولي چې له امله یې ددوی د ویډیوګانو، ویناوو او رسنیز فعالیت څخه متاثره یو شمېر ځوانان په سعودي کې دننه پر حکومتي او د شیعه ګانو پر مذهبي اهدافو بریدونو ته زړه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x