نړۍ

داود اوغلو: خپل منصب بدلوم، ملګري نه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د ترکیې لومړي وزیر داود اوغلو نن په یوه رسنیزه غونډه کې د خپل استعفا وړاندي کولو وروسته وویل چې دوه اونۍ وروسته به د عدالت او پرمختګ ګوند شورا دایره شي تر څو ددغه ګوند لپاره نوی مشر او د ترکیې لپاره نوی لومړی وزیر وټاکل شي .

د راپورونو سره سم د ترکیې لومړی وزیر داود اوغلو د ولسمشر رجب طیب اردګان سره په حکومت او تنظیمي چارو کې د نظر اختلاف تر دې کچي رسیدلی چې نور په خپل منصب کې پاته کیدل ورته ګرانه ده. بل لوري ته د رجب طیب اردګان په اړه ویل کیږي چې د سوریې جګړه او په هیواد کې دننه امنیتي او سیاسي حالت دې ته اړکړی تر څو د په هغو حکومتي او تنظیمي چارو کې لاسوهنه زیاته کړي.

داود اوغلو په رسنیز کانفرانس کې وویل، نه غواړم ځان د واکمن ګوند (عدالت او پرمختګ) د مشرۍ لپاره بیا کاندید کړم، غواړم د یوه عسکر او عام وګړي په توګه په دغه ګوند کې کار وکړم، او زیاته یې کړه: «غواړم خپل منصب بدل کړم، خپل د ګوند ملګري نه».
نوموړي وویل چې د ولسمشر په اړه به کله هم څه ونه وایم او نه به چاته اجازه ورکړم چې زمونږ تر منځ د فتنې جوړولو په موخه یو څه ووايي. اوغلو په خپله وینا کې وویل چې دولسمشر رجب اردګان سره له ډیره وخته د انساني او ورورلۍ پر بنیاد پاته شوی، تر شل کاله زیاته موده یې ورسره د ملګرتیا اړیکي پاته شوي کله به هم د هغه سره مخه ښه ونه کړي . او زیاته یې کړه چې د عدالت او پرمختګ راتلونکې غونډه به د وفادارۍ غونډه وي، د مخي ښه غونډه به نه وي.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وروسته به د عدالت او پرمختګ د نوي مشر او لومړي وزیر د ټاکل کیدو لپاره غونډه جوړه شي.

داود اوغلو نن وویل چې د خپل منصب پر مهال یې خپل ټول مسؤولیتونه په سمه توګه تر سره کړي، هغه ټولي وعدې چې په انتخاباتو کې د ولس سره کړي وي، نوموړي پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x