مصر - په وینو او لمبو کي

مصر: یو ځل بیا د مظاهره چیانو او فوځ تر منځ اخ او ډب پیل شو

نن ټکی آسیا: دوه ورځي وړاندي مصري فوځ تر دوه زره زیات هغه مظاهره کونکي ووژل چي د انقلاب په ضد د قاهرې او د مصر نورو ښارونو او کلیو کي سړکونو ته راوتلي وه، او د مصر د لیري کړه شوي ولس مشر دکتور مرسي په پلوي یی مظاهرې کولي.

نن یو ځل بیا د اخوان المسلمین او نورو سیاسي ګوندونو غړي د جمعې د لمانځه وروسته سړکونو ته راوتلي دي، تر څو د مصري فوځ له خوا تر سره شوی قتل عام وغندي.

تازه خبرونه وايي چي د مصر په مختلفو ښارونو کي په زرګونو کسان دا مهال په سړکونو ګرځي او د فوځ او انقلاب په ضد شعارونه ورکوي، خو په ځینو سیمو کي امنیتي ځواکونو یو ځل بیا پر سوله ایز لاریونونو ډزي پيل کړي، او ګازونه باندي غورځوي.

ویل کیږي په دغه اخ او ډب کي تر اوسه د طنطا په ښار کي 6 تنه مظاهره چیان وژل شوي دي، او ګڼ شمېر ټپیان دي، او همداسي په اسکندریه ښار کي یو ځل بیا نښتي پيل شوي دي، او توقع کیږي چي د شپي د داخلیدو سره به دا نښتي نوري هم وغځیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x