
ملي دفاع وزارت د طالبانو له زندانه د ۶۰ بندیانو د خلاصولو ادعا کوي
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې د ملي اردو اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعې د طالبانو په یوه زندان شپني عملیات کړي دي.
وزارت زیاته کړې چې دغه عملیات د پنجشنبې په شپه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ترسره شوي او لږ تر لږه یې ۶۰ بندیان د طالبانو له زندانه خوشې کړي دي.
ښايي دغه بندیان د ملي اردو اړوند ځواکونه وي چې طالبانو په وروستیو جګړو کې نېولي دي.
ملي دفاع وزارت د ادعا له مخې په برید کې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي، سربېره پر دې د طالبانو اړوند لس موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او ډيری چاودیدونکي توکي نیول شوی دي.
ملي دفاع وزارت دوی ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي چې د عملیاتو جزییات به وروسته خپاره کړي.
طالبانو تر دې دمه د پورته ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړي دي.