fbpx

دوه امریکايي قراردادیان په هوټل کې مړي موندل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د کابل په یوه هوټل کې دوه امریکايي قراردادیان د هیروینو د زیات څښلو له امله مړي موندل شوي.

په کابل کې د وال سټریټ ژورنال خبریالي جسیکا ډوناتي پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې دغه دوه تنه امریکايي قراردیانو زیات «کریسټل هیرویین» څښلي وه چې له امله یې ژوند بایللی.

جسیکا لیکي چې د امریکا د ایف بي آی استخباراتي او امنیتي ادارې په دې اړه څیړني پیل کړي.

د قراردیانو په اړه ویل شوي چې د هغه قراردادي شرکت کارکوونکي وه چې د امریکایانو سره د هوايي چلند د کنټرول په برخه کې کارکوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه امریکايي قراردادیان خپله نشیان وه، که بل چا د هیروینو په واسطه وژلي دي.

تر دې دمه د وژل شوو دوه امریکايانو نومونه او دقیق هویت نه دی څرګند شوی او نه هم امریکايي ځواکونو په دې اړه څه ویلي دي.

د کابل ښار پولیس هم تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د امریکا سفارت په کابل کې بهرنیانو ته خبرداری ورکړی وو چې کیدای شي له تښتوني سره مخ شي، ځکه باید د ګرځېدو پر مهال خپل امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د امریکا د سفارت پر وېبپاڼه په یوه خبر کې ویل شوي وه چې تېره دو شنبه د امریکايي او یو څو بهرنیانو د تښتوني هڅه شوې وه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

د خدای بنده! ته خو د دغه خپلی لیکنی ته لږتوجه وکړه څه شۍ دلیکلی دی؟! ته به هم ورته خوښ وی!(د کابل په یوه هوټل کې دوه امریکايي قراردادیان د هیروینو د زیات استخدام له امله مړي موندل شوي). اوبله یی هم ورپسی در واخله ( پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه دوه تنه امریکايي قراردیانو زیات کریسټال هیرویین استخدام کړي وه). دغه د کوم فیلم هیرویین ندی چی استخدام شی،بلکه نشه ای توکی دی چی استعمالیږی یا کارول کیږی یا څکول کیږی اوداسی نور.

احمد
میلمه
احمد

آماج صیبه! نوی په خبرو راغلی پریږده چې اوتې بوتې ووایي. کیدای شي د SERVE کلمه یې په استخدام سره ژباړلې وي.