پاکستان: له اډیاله زندان څخه ۲۲ افغانان خوشې شول

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د راولپنډۍ ښار د مرکزي زندان اډیاله څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې دغه بندیان د دوی د پرلپسې هڅو په لړ کې د غويي د میاشتې په ۱۳مه نېټه را خوشې شوي دي.

افغان سفارت خبرپاڼه وايي چې یاد کسان پاکستان ته د ننوتلو پر مهال قانوني اسناد نه درلودلو په تور له یوه نه تر دوه کلونو پورې په بند محکوم شوي وو. خبرپاڼې دا نه دي ذکر کړي چې یاد کسان څومره وخت په اډياله زندان کې پراته وو.

اوسمهال په اډیاله زندان کې څه د پاسه ۷۳ بندیان د قانوني اسنادو د نه لرو په تور شپې تېروي او افغان سفارت وايي چې دوی کوښښ کوي چې پاتې بندیان هم ژر تر ژره خلاص او خپلو کورنیو ته وسپاري.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو ځورونې ته زور ورکړی دی. په خیبرایجنسۍ کې د پاکستان حکومت د ډيری افغانانو کورونه وران، دکانونه او هوټلونه یې بند او پاتې نورو ته د وتلو لپاره څو ورځې ضرب الاجل ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د