نظــر

دسرښندنې اوشجاعت دیوه شهکار په یادکې !

tttttنن مو دغیرت او شجاعت له مرچلونو یوبل غازی اتل دابدیت په لوري وکوچیده .

هوکه ! هغه نور ددې فاني نړۍ له ملذاتو او خوندونو دهغو ابدي نعمتونو په لور وکوچیده چې سترګې يي دلیدلو اوغوږونه يي دستایلو له تعبیرنه بیوسه دې .

دغه ابدي نعمتونه الله تعالی په هغو سپیڅلیو انسانانو پیر زوکړي کومو چې دده درضالپاره خپل ژوند وقف کړی، دخدای په ځمکه يي دخدايي حاکمیت لپاره خپلې پاکې وینې توي کړې او په دې لاره کې یې ابدي ویاړ په نصیب شوی وي.

دسرښندنې اوشجاعت  دلارې دغه ویاړمن شهکار قهرمان غازي محمد روزی دی کوم چې دتیرې چارشنبې په شپه له صلیبي یرغلګروسره دیوې خونړۍ نښتې په ترڅ کې دشهادت لوړ مقام ته ورسیدو.

قهرمان شهید محمد روزي دتخارولایت دباغک دسیمې اوسیدونکی وه کوم چې په ۲۰۱۱ کال کې دروزګان په ولایت کې ددښمن په لیکوکې دیوه نفوذي مجاهد په توګه  د۱۲ آاسترالیایې یرغلګرو  دوژلو ویاړ ورپه برخه  او له هغه را وروسته  تراوسه پوري  داجنبي یرغلګرو په خلاف  دجهاد او سرښندنې په مرچلونوکې دقهرمان په نوم یادیدو.

دغه قهرمان غازي  دافغاني تاریخ دنومیالي اتل غازي محمد اکبرخان  په پله په قدم ایښودلو سره دجهاد او مقاومت صحنې ته راوتلی ، دخپل جهادي تکتیک له مخې یې  د دښمن په لیکوکې په خاص مهارت ځان ځای کړي او هالته يي ددښمن په وسله یرغلګر دښمن  په وینو لمبولی او له هغوئ څخه یې دخپلو ځوریدلو هیواد والو انتقام اخیستی .

غازي محمد روزي ، دجهاد اوشهادت دیوه ژمن او وفادار شاګرد په توګه دجهاد لاره غوره کړې، دهغې داستمرار لپاره یې د فاني دنیا ټول مادي خواهشات شاته غورځولې  او بلآخره نن یې خپله ترهرڅه ګرانه  روح  صرف دالله تعالی دکلیمې دلوړ والي په غرض تر همدې عالي کلیمې نذارانه کړه .

غازي محمد روزي که نن په ښکاره زمونږ له مینځه تللی خو سرښندنه او ژمنتوب به یې دتل لپاره دافغاني تاریخ په پاڼوکې ثبت وي.

ځکه غازي محمد روزي او دهغه دسپیڅلې لارې نورو لارویانو خپلې مبارکې ارواوې دخپل دین او هیواد ددفاع او خپلواکي لپاره قربانې کړې ، نوترڅوچې دځمکنۍ کرې په مخ زمونږ دهیواد نقشه موجوده وي  ددوئ کارنامې اوسرښندنې به ورسره یادیږي او زمونږ راتلونکی نسل به ترې د استقلال او خپلواکي درسونه زده کوي.

مونږ نن ټول دقهرمان غازي محمد روزي په قهرمانۍ ویاړو،نوموړي دفداکاري او سرښندنې شهکار بولو  او دهغه ویاړمن نوم په ټول تقدیر او درناوي سره دجهادي تاریخ زرینو پاڼوته سپارو ، نوموړي زمونږ ویاړ دی ، زمونږ قهرمان دی او زمونږ تاریخي اتل .

هغه ژوندی دی … اوابدی ژوندی ، داسې ژوندی چې دژوندون داثبات لپاره دکلام الله شریف صریح نص ترټولو غوره شاهد دی.

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق ــ ثبت است برجریده عالم دوام ما .

دقهرمان غازي شهید محمد روزي سپیڅلې روح دي خوشاله او جهادي لاره دې په سرښندونکو اتلانو پاللې وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x