افغانستاننړۍ

شمشتو: د مهاجرینو د پنډغالي قضیه؛ استیناف د ابتدايې محکمې پریکړه لغوه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د پېښور استیناف محکمې د ابتدائیې محکمې هغه پریکړه لغوه کړې چې له مخې به یې د شمشتو کمپ خالي کیږي او هغه کسانو ته چې په ځمکه یې کمپ رغول شوی و، کرایه ورکول کیږي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور پر اساس د پېښور استیناف محکمې قاضیانو د ابتدائیې محکمې پریکړه تر هغه وروسته لغوه کړه چې د افغان مهاجرینو کمشنر يې پر خلاف استیناف محکمې ته مراجعه وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د قضیې د اوریدلو پر مهال د مهاجرینو کمشنر افتخار یوسفزي وویل چې دغه کمپ په ۱۹۸۶ز کال کې جوړ شو او افغان مهاجرینو ته ابتدايي سهولتونه د حکومت لخوا ورکړل شول.

نوموړي محکمې ته وویل چې دغه سیمه په ۱۹۸۶ز کال کې مهاجرینو نېولې او نه د مهاجرینو کمشنرۍ او له همدې کبله یې دوی د کرایه پر ورکړې مجبور نه دي. هغه ویلي چې د قضیې یو لوری افغان مهاجرین دي او هغوی بیخي له پامه غورځول شوي دي.

بل لوري ته د ځمکې خاوند ویلي چې د شمشتو کمپ له حکومت سره راجستر دی او مهاجرین په دغه سیمه کې حکومت ځای پر ځای کړي دي.

هغه زیاته کړې چې مهاجرین د ځمکې لاسته راوړلو قانون له مخې نه دي ځای پر ځای شوي، بلکې دا د حکومت لخوا د مهاجرینو په صفت دغه ځای کې مېشت شوي دي.

دوی وویل چې مهاجرینو دغه سیمه نېولې چې باید خالي شوي او حکومت د ځمکې مالک ته تاوان ورکړي.

د ځمکې د تاوان غوښتلو وروسته قاضي حسین له وکیل وپوښتل چې څه ډول تاوان غواړي، نو مدافع وکیل ویل چې حکومت باید د ۲۱۸ کناله ځمکې کرایه ورکړي.

قاضیانو د ټولې قضیې تر اوریدلو وروسته د ابتدايې محکمې پریکړه لغوه کړه او امر یې وکړ چې دغه قضیه له سره بیا واوري.

په شمشتو کې اوسیدونکي افغان مهاجرین وايي چې دغه سیمه د ۹۹ کلونو لپاره په اجاره نېول شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x