د پښتو ژبې اصلي توري کوم دي او څنګه کارول کیږي؟

لیکنه: عبـــــــــــدالله ابن مبارک احمدزی

زموږ په ګړنۍ ژبه یا اصطلاحاتو کې اکثره وخت خلک د اواز (فونیم) او توري (ګرافیم) توپیر نه کوي او دواړه په یوه مانا کاروي، سره له دې چې توري او اوازونه په مترادفه مانا کاریږي، خو په حقیقت کې توری داواز تابع دی او دهمغه اواز ښکارندويي کوي چې داتوري ورته دنښې (سمبول) په توګه غوره شوي دي. د ابېڅې یا الفبې تعریف هم داسې کوو چې (د سمبولونو ټولګه ده چې هر سمبول یې د یوه خاص اواز ښکارندوی دی،او بشپړه ابېڅې هغه ده چې د ټولو اوازونو د پاره سمبولونه ولري)په حقیقت کې غږ دژبې بنسټ دی، که غږ نه وي ګړنۍ ژبه نشته او چې ګړنۍ ژبه نه وي، نو لیکنی ژبه هم نشته.

غږ په غوږو اوریدل کیږي، خو په سترګو نه لیدل کیږي، خو کله چې غږونه د تورو په چوکاټ کې قید شي نو دسترګو دلیدو او فزیکي موجودیت جوګه شي، نو لیک دژبې تصویر دی. دڅیړنو په نتیجه کې ثابته شوې چې تر اسلام د مخه دپښتو په سیمه کې مشهور اومروج لیک خروشتي و چې تر اسلام دمخه د پښتنو په سیمه کې مشهور اومروج لیک خروشتي و چې بیلګې یې دوردګو په خوات، دننګرهار په درونټه او ځینو نورو ځایونو کې ترلاسه شوي دي.

داسلام دد مقدس دین له راتګ سره هغه خروشتي او یوناني لیک چې په لرغوني افغانستان کې دود وو خپل ځای یې عربي لیکدود ته پریښود دعربي لیکونو له ډلې څخه دوه ډوله لیک (نسخ او نستعلیق) دپښتو غږونو دلیکلو لپاره ومنل شول او دسلطان محمود غزنوي رحمه الله په وخت کې دهغه د وزیر حسن میمندي په لارښوونه دقاضي سیف الله په زیار د پښتو دځانګړو تورو لپاره ځانګړې نښې تنظیم شوې.

اوس په پښتو لیکدود(رسم الخط) کې له عربي الفبې څخه په ګټې اخستنې سره څلویښت توري کارول کیږي، دا چې په دې تورو کې د زور، زیر، زورکي، یاګانو، واوونو او ځینو نورو غږونو نښې نشته، په فونیمیک کې دا شمیره پنځوسو ته رسیږي د پښتو ژبې په اوسنۍ معموله الفبا کې چې ځینې یې (الفبې) او څوک یې (ابیڅې) هم بولي( اته) ځانګړي پښتو توري ښوول شوي دي چې په دري او عربي ژبو کې نشته.دا په حقیقت کې د نورو ژبو په پرتله د پښتو توري دي،نه دا چې د پښتو میراثي توري وو.

ددې اتو تورو له جملې څخه څلور توري: (څ،ځ،ږ،ښ) خاص د پښتو ژبې پورې اړه لري، څلور نور توري: (ډ،ړ،ټ،ڼ) په سنسګریټ هندي او پښتو الفباووکې معمول دي، نو په دې اساس یې ددرې واړو الفباوو ترمینځ مشترک ګڼو.

دپښتو ځانګړو تورو پیژندل او په خپل ځای کارول په پښتو املأ کې اړین دي. ډېر لیکونکي د(ځ) او (څ) توپیر نه کوي، همدارنګه د( ږ) او (ژ) توپیرته ملتفت نه دي، کله د( ز) او (ځ) په بیلوالي نه قایلیږي، مګر دا توپیرونه خورا اړین دي که ونه شي مانا غلطیږي او دپښتو د مخصوصو تورو په لیکلو کې داسې تیروتنې پیښیږي.

اوس به پښتو ژبې ته منسوب ۸ ځانګړي توري وپېژنو:

ښ:

داتوری تقریبا̋ درې ډوله تلفظ کیږي، ځینې پښتانه یې لکه (خ) ، ځینې یې لکه (ش) او ځینې یې (ش) ته نږدې یعنې د(ش) او (خ) ترمنځ تلفظوي په معیاري پښتوکې باید د(ښ) غږدغه دریمه تلفظي بڼه د (وردګو یا اندړو)  په طرز او تلفظ ومنل شي.البته اوس ویلی شو چې د کابل مروجه پښتو لهجه هم ده.

که څه هم د دغه توري په تلفظ کې سیمه ایز لهجوي اختلاف شته خو په لیکلو کې یو ډول دی.

دا توری په داسې  ویینو (لغاتو) کې لیکل کیږي، لکه:

(لوښی، ښه، ښکلی، ښار، اوښ، ښندل…) او نور چې څوک یې یو ډول او څوک یې بل ډول تلفظ کوي.

کومه کلمه چې یوازې د(خ) یا یوازې د(ش) آواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي، لکه: (خټه، خاوره، خڼه، ختل، خندل، شګه، شولې، شول)

اوداسې نور…

که لیکونکی(ښندل)چې د ځارولو یا ځان فدا کولو په مانا دي د(خندل) په بڼه ولیکی چې د(خندیدن) مانا لري، یا ( شیندل) چې د پاشلو مانا لري، نودا به تیروتنه او غلطه لیکنه یا املأ وي. په همدې ډول: (ښور، خور، شور) درې بیلې کلمې دي چې بیلې ماناوې لري.

نو ځکه پرلیکونکي ددې توري ځای پیژندل او پرخپل ځای کارول لازم دي او (ښ) پر(خ) وانه ړول شي.

ځ:

ددې توري اواز د(ز) په پرتله لږ او ثقیل او دروند دی، باید له (ز) څخه یې توپیر وشي. ځینې لیکونکي د(ځ) او (ز) توپیرته پاملرنه نه کوي هغوی فکر کوي چې هر ځای (ز) وي هغه (ځ) لیکل کیږي مګر داعقیده ناسمه ده، (ځ) خپل ځای لري او (ز) خپل.

په ځینو پښتو کلمو کې د(ځ) لیکل ډېر اړین دي، لکه:

(ځان، ځنډ، ځنګل، ځوان…) او داسې نور……

په پښتو کې ځینې کلمې شته، لکه (ځه) چې دتللو امر دی او په پښتو(ځ)سره لیکل کیږي، که دا دامر فعل په دابله (ز) ولیکو،نو (زه) دمفرد متکلم شخصي نومځری(ضمیر)ترېنه جوړیږي اومانا یې تغیر کوی.

همدا ډول (ځوړ) چې دمخکته په مانا دی که په (ز) باندې ولیکو د (زوړ) سره چې دکهنه په مانا دی ورته والی پیداکوي.

(ځ) دپښتو په پخواني رسم الخط کې ډېر استعمالیده اوس یې په ځینو لغاتو کې ځای(ز) نیولی دی، لکه: (زما، زغمل، زوی، زمری…) او داسې نورپه اوسنۍ املأ کې (ځما، ځغمل، ځوی، ځمری) لیکل معیاري او هم کره نه بریښي.

لنډه داچې ددې دواړو تورو (ځ، ز) په وینګ(تلفظ) کې دومره ډېر توپیر نشته چې هر څوک پرې پوه شي او دیو کلي قانون لاندې راشي، خو سره ددې هم په هغو کلمو کې یې لیکل اړین دي چې که هغه په (ز) ولیکل شي نو دبل لغت مانا سره التباس پیداکوي. لکه: (ځړیدل) دزوړندیا اویزان شدن په مانا او (زړیدل) دکهنه شدن په مانا، که د(ځ) او (ز)توپیر په لیکلو کې په پام کې ونه نیول شي دمانا التباس رامینځته کوي، په همدې ډول داسې نورې کلمې.

د(ځ) پښتو توري دلیکلو په اړه یوه قاعده په نسبي ډول به د تطبیق وړوي شته، هغه داده چې:

کوم کلمات چې په فارسي کې په(ج) ویل کیږي او په پښتو کې په (ځ) نو هلته باید همدغه پښتو (ځ) ولیکو،لکه:( ځوان، ځان، ځنګل…) او نور

 څ:

داهم پښتو توری دی چې په فارسي او عربي کې نشته، تلفظ یې (س) ته نږدې دی، ځینې خلک یې په (س) سره ګډوي او په دې عقیده دي چې (س) او (څ) سره توپیر نه لري.

د(س) او (څ) سره ګډول یا (څ) په (س) سره لیکل تیروتنه او ناسمه املأ ده. که چیرې ددغه توري پرځای (س) ولیکل شي، نو دځینو کلمو مانا بدلیږي.

دبلیګې په ډول: (څټ) د پشت سر په مانا که په (س) ولیکل شي (سټ) ترې جوړیږي چې دلولپه  په مانا دی، همدارنګه (څوک) پوښتو نومځری که په (س) سره ولیکل شي (سوک) ترې جوړیږي چې د(موشت) یا سوک مانا لري، په همدې ډول (څاه) او (ساه) (څار) او (سار) یوه مانا نه لري.

ډ:

(ډ) پښتو خاص توری دی چې د وینګ پروخت یې دژبې سرقات کیږي او دمخني تالو سره نښلي.

(ډ) دانګلسي(D) توري اواز لري اکثره لیکونکي یې د(د) سره مشتبه کوی، چې هرځای دال ووینی(ډ) یې لیکي. په ډېروورځپاڼو کې وینو چې څرګند څرګنډ لیکل شوی وي او دا یوه تیروتنه ده. پښتو الفبأ    کې (د) هم شته او (ډ) هم، خو خپل خپل ځایونه لري. که یو لیکوال په لیکلو او یا وینا کې (ډ) په (د) سره ولیکي اویا ووایې نو په ځینو کلمو کې به ماناتغییر وکړي.

دمثال په ډول (ډار) چې ترس او ویرې مانا لري که په (د) سره ولیکل شي(دار) ترې جوړیږي، په همدې ډول (رډ) او (رد)، (ډم) او (دم)، (ډډ) او (دد) ډېر توپیر لري.

ړ:

داهم پښتو ته منسوب اواز دی د(ر) څخه د یې تلفظ پر مهال باید توپير وشي د ژبې په حرکاتو کې  باید توپیر ولري. هغه کلمې چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې دمانا تغیر به رامنځته شي او دالیکنه به سمه لیکنه نه وي. دبیلګې په ډول: (موړ) چې دسیر په مانا دی که په (ر) ولیکل شي (مور) ترینه جوړیږي چې دمادر مانا لري، په همدې ډول چاړه او چاره (پړ) او (پر)، (خوړ) او(خور)، (وړ) او (ور) او داسې نور…

ټ:

داهم غږګژیز(چې ژبه یې د تلفظ پر مهال راتاوه شي) غږ دی دانګلسي(T) په شان اواز لري موږ (ت) او (ټ) دواړه توري په پښتو ژبه  کې لرو. داملأ خاوندان اولیکونکي یې باید په لیکنه کې یو دبل پرځای ونه کاروی.

هغه کلمې چې په (ټ) لیکل کیږي که په (ت) سره ولیکل شي لفظي او معنوي تغیر رامنځ ته کوي.

لکه: (ټبر) د قام یا توکم په مانا، که په (ت) سره ولیکل شي (تبر)د اوسپنیزې وسیلې مانا ترې جوړیږي.

په همدې ډول (سټ) او(ست) ، (ټول) او (تول) یا نور داسې کلمات.

ڼ:

داهم غږګژیز یا د ژبې را تاوونکی  اواز دی چې د تلفظ پروخت یې دخولې او پزې دواړه لارې خلاصې وي.

دپښتو دا ځانګړی توری دمشترک (ن) څخه دروند ادا کیږي او کله هم دکلمې په سر کې نه راځې یعنې په پښتو ژبه کې دداسې کلمې څرک نشته چې په (ڼ) سره پیل شوي وي، مګر دکلمو په منځ او پای کې راځي.

لکه د(مڼه، بن، تڼۍ، ګڼ…) په کلمو کې، کله (ڼ) او (ړ) دتاریخي بلغږونو په توګه سره یو بل باندې ونجون مومي لکه په منداړو/مندڼو، ښیګړه/ښیګڼه، پوړۍ/ پوڼۍ … کې. پخوانیو لیکوالو داتوری(نړ) د(ڼ) او (ړ) په ترکیب یا یوځای لیکلی دی چې دوه توري یې یو ځای کړي دي او دیو توري نوم یې پرې ایښی دی.

دفونو لوژي داساساتو له مخې باید داتوری په بسیط ډول (ڼ) ولیکل شي ځکه چې په مرکب ډول یې لیکل په ځینو کلمو کې ستونزې پیښوي.

لکه: (نړۍ، خونړۍ، کونړ، نړول، نړیدل…) او داسې نور.

د(ن) په بڼه ددې توري لیکل په کلمو کې دمانا التباس هم رامنځته کوي، لکه: (باڼه او بانه)،( کاڼه او کانه)، ( چڼه او چنه) اونور.

ړ:

داهم غږ ګژیز اواز دی د(ر) څخه چې رپنده ژب وریزاوازدی باید توپیر ولري. هغه کلمې چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې دمانا تغیر به رامنځته شي او دالیکنه به سمه لیکنه نه وي. دبیلګې په ډول: (موړ) چې دسیر په مانا دی که په (ر) ولیکل شي (مور) ترینه جوړیږي چې دمادر مانا لري، په همدې ډول چاړه او چاره (پړ) او (پر)، (خوړ) او(خور)، (وړ) او (ور) او داسې نور…

ټ:

داهم غږګژیز غږ دی دانګلسي(T) اواز لري له (ت) او (ټ) دواړه توري په پښتو کې شته داملأ خاوندان اولیکونکي یې باید په لیکنه کې یو دبل پرځای ونه کاروی.

هغه کلمې چې په (ټ) لیکل کیږي که په (ت) سره ولیکل شي لفظي او معنوي تغیر رامنځ ته کوي.

لکه: (پټ) دپنهان په مانا، که په (ت) سره ولیکل شي (پت) دابرو او عزت په ماناترې جوړیږي.

په همدې ډول (سټ) او(ست) ، (ټول) او (تول) یا نور داسې کلمات.

ڼ:

داهم غږګژیز غوندیي اواز دی چې د تلفظ پروخت یې دخولې او پزې دواړه لارې خلاصې وي.

دپښتو دا ځانګړی توری دمشترک (ن) څخه دروند ادا کیږي او کله هم دکلمې په سر کې نه راځې یعنې په پښتو ژبه کې دداسې کلمې څرک نشته چې په (ڼ) سره پیل شوي وي، مګر دکلمو په منځ او پای کې راځي.

لکه د(مڼه، بن، تڼۍ، ګڼ…) په کلمو کې، کله (ڼ) او (ړ) دتاریخي بلغږونو په توګه سره یو بل باندې ونجون مومي لکه په منداړو/مندڼو، ښیګړه/ښیګڼه، پوړۍ/ پوڼۍ … کې. پخوانیو لیکوالو داتوری(نړ) د(ڼ) او (ړ) په ترکیب یا یوځای لیکلی دی چې دوه توري یې یو ځای کړي دي او دیو توري نوم یې پرې ایښی دی.

دفونو لوژي داساساتو له مخې باید داتوری په بسیط ډول (ڼ) ولیکل شي ځکه چې په مرکب ډول یې لیکل په ځینو کلمو کې ستونزې پیښوي.

لکه: (نړۍ، خونړۍ، کونړ، نړول، نړیدل…) او داسې نور.

د(ن) په بڼه ددې توري لیکل په کلمو کې دمانا التباس هم رامنځته کوي، لکه: (باڼه او بانه)،( کاڼه او کانه)، ( چڼه او چنه) اونور.

ږ:

داتوری دوه تلفظه لري، ځینې پښتانه لکه (ژ) او ځینې یې لکه (ګ) اداکوي.

کله کله پردرولهجو ویل کیږي:

(ږ) چې یو رقم د( ژ) ډبل اواز دی، چې داتر غزني پورته خوا لهجه ده، بل(ګې) چې دکابل کښته خوا لهجه ده او دریمه لهجه د(ګ) او (ږ) ترمنځ لهجه ده چې کابل، وردګ، لوګر یعنې مرکزي سیمو لهجوي بڼه ده.

په لیکلو باید ددې توري ځای وپیژندل شي او دچا خبره دفارسي په(ګ) یې ونه لیکي، که نه، نو مانا یې تغیر مومي.

دبیلګې په ډول: (لږیدل) چې دکمولو په مانادي که چیرې په فارسي (گ) (لگیدل) ولیکل شي نو بیا د (چسپیدن) یاګرفتن په مانا راځي او دمانا تغیر رامنځته کوی چې دايې غلطه املأ ده.

کومې کلمې چې یوازې د(ګ) یا یوازې د(ژ) آواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي او هماغه (ګ) یا (ژ) لیکل کیږي.

لکه: (مالګه، ګوړه، ژبه، ژرنده…) او نور.

همدارنګه ځینې لیکونکي د(ږ) او ( ژ) فرق نه کوی، د(ږیرې) پرځای ژیره لیکي، د(کوږ) پرځای (کوژ) لیکي چې داهم یوه املایي غلطي ده.

دا چې دا توری(ږ) ځینې پښتانه دلهجو د اختلاف په وجه (ژ) او ځینې یې لکه (ګ) تلفظ کوي، خو په لیکلوکې یې باید د سم لیکلو خیال وساتي او په هغو کلمو کې لیکل کیږي چې د لهجو داختلاف په وجه دغه دوه اوازونه ولري.

لکه: (ږلۍ، لږ، کوږ، وږی، تږی…) او داسې نور

کومې کلمې چې یوازې د(ګ) یا یوازې د(ژ) اواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي او هماغه ( ګ) یا (ژ) لیکل کیږي، لکه: (ګوره، ګالل، ګردان، ژبه، ژمی، ژوند…) او داسې نور

څرنګه چې دلته د(ګ) غږ یادونه وشوه نو اړینه ده چې ددې غږ دسم لیکلو بڼه هم وښیو.

(ګ) دپښتو او فارسي ترمنځ ګډ توری دی، نو که په همدې بڼه ولیکل شي څه پروا نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د