دیني، سیرت او تاریخ

د یوې پیغلې د ژوند دردمنه کیسه چې په پای کې اعدام شوه!!

 ویناوال: شیخ نبیل العوضي
ژباړه: محمدخالد ( ملکزی).

د مینې او محبت قضیه هیڅکله هم تر یو فرد او یوې ټولنې پورې منحصره او تړلې نه وي، بلکې هر انسان یو له بل سره مینه کوي، کافر هم مینه کوي، او مسلمان هم. نارینه له مېرمنې او مېرمنه له نارینه سره مینه کوي، او دا ځکه چې  لوی څښتن تعالی د نړۍ نظام همداسې پیدا کړیدی. یو بل سره مینه او محبت د هر انسان یو طبیعي او فطري غوښتنه ده، په اصل کې هر هغه څوک چې د مینې ذوق نلري کامل نه، بلکې یو ناقص او نیمګړی انسان دی.

که چېرې د جناب پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) سپڅلي ژوند ته پام وکړو، نو وبه مومو چې نوموړي هم مینه کوله. په نبوي سیرت کې لولو چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم)  به له حضرت بی بي خدیجې ( رضي الله عنها)  سره خورا مینه کوله، د هغې سره ېې سپیڅلې مینه دومره زیاته وه چې د ژوند تر پایه پورې یې حضرت خدیجه ( رضي الله عنها)   هېره نه کړه، تر دې چې حضرت أم المؤمنین بي بي عایشې ( رضي الله عنها) به له حضرت خدیجې ( رضي الله عنها)   سره یو لړ غبطه کوله چې ولې پيغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  ورسره دومره مینه لري .

دا سمه خبره ده چې صالح خلک مینه کوي، خو سپېڅلی مینه، مګر نن چې په ټولنه کې د مینې او محبت کوم مثالونه ګورو، یا د پوهنتون په دروازو کې هلک له انجلۍ سره وینو چې یو بل ته د ابدي محبت درواغجنې ژمنې ورکوي، یا په Coffee Shops ( قهوه خانو) کې دواړه مخالف جنسونه یو د بل سره د لېدلو لپاره  څومره لېواله وي، یو بل ته د میني څخه ډک پیغامونه لیږي، رومانتیک (خیالي)، او یو بل ته له مبالغې څخه ډکې افسانې او شهوت پارونکي کیسی اوروي….حقیقت دا دی چې دا ټول له درواغو پرته بل هیڅ څه نه دي. نن په ټولنه کې وینو چې هلک د یوې انجلۍ سره په یو ځل کتلو باندې خپل زړه بایلي، یا یوه انجلۍ د یو هلک پریو ځل لیدلو سره عاشقیږي، او د ژوند وروستۍ هیله او امید ېې ګرځوي.

همدا راز د بې حسۍ په ډنډ کې یو لړ ډوب ځوانان په خپله ټولنه کې وینو چې د مخالف جنس سره ېې مینه راپاریږي، او د دوي دا مینه او محبت له نورو ډولونو څخه جلا وي، او دا ځکه چې د محبت په دې  ډول کې یوه پیغله په خورا لیوالتیا سره خپل ځان معشوق ته سپاري او د جنون تر پړاوه مینه ورسره کوي، له خپل مال او سر څخه پرې تیره وي، تر دې  چې پر مور او پلار استاذ او هر څه خپل معشوق ته  ترجیح ورکوي.

راځۍ وپوښتو! د دغو عاشقانو د ژوند پایله څرنګه وي؟

اوس تاسو ته د یوې پیغلې  د ژوند یوه دردونکې کیسه در اوروم، او دلته ئې په مناسب لنډیز سره یادونه کوم. تاسې به ولولۍ چې هر کله دغې پیغلې منحرفه او غلطه لاره انتخاب کړه، څه پرې وشول ؟

د پرېوتو خلکو سره مینه، د ناسمی لارې انتخاب او ناپاکه  مینه خو حتمي ده چې زیانمنه وي، او هر کله چې د دوو مخالفو جنسونو تر منځ جنسي غریزه توپاني شي، نو لازمي ده  چې د زلمي توب څپانده جسمي غوښتنې یو ځوان په  بلې بلا اړوي.

دغې پیغلې ته یو ځوان وخندل، او د میني کیسه ېې له همدې ځایه پیل شوه، او د تلپاتې محبت، ګرانښت او درنښت ژمنې ئې ورسره وکړي، خو په پای کې ئې دوکه هم ورسره وکړه.

هو! په ټولنه کې وینو چې زمونږ پیغلې د یو لړ شیطان صفته ځوانانو په یواځې یو ټوټه شعر او  په یوې عاشقانه لنډۍ سره د هغوي په لومو کې غورځيږي، په یوې تیلیفوني اړیکې سره ترې هر څه هېر شي، او دا ځکه چې په عامه کچه یوه پیغله د نارینه په پر تله ډېره عاطفي او د نازک زړه خاونده وي، ته به وائی چې چا ورته په ژوندکې په مینه نه وي خندلي، هیچ چا ورته  نه وي ویلي چې ته پر ما ډېره ګرانه ېی.

بالآخره دغه پېغله پر یو ځوان مینه شوه، او تر دې چې دواړه د  شیطان په لومو کې پریوتل، او دغه ځوان د مهاجم غلیم او  لیوه  په څېر د هغې د عفت سره لوبې هم وکړی، بیا به ېې د تل په څېر  ورسره د واده ژمنې هم کولی. پیغلې به له دې وروسته همیش ورته د واده یادونه کوله، هغه به کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه ترې ځان خلاصاوه، تر دې چې یوه ورځ داسې هم راغله چې دغه بدکاره هلک د هغې د پرېښودلو اراده وکړه، پیغلی ددې خبر په اورېدلو سره او د فراق او بیلتانه په اور کې د سوزېدلو څخه د ځان ژغورلو  لپاره ډیره ژړا او انګولا  وکړه، خو هیڅ ګټه ېې ور ونه رسوله.

بیا څه موده لا تېره نه وه چې دغه بدکاره ځوان  تری د تېر په څېر د نامشروعه اړېکو غوښتنه او مطالبه وکړه، پیغلې دا ځل  په چورلټه توګه ترې انکار وکړ، خو مسکینه پیغله له دې خبره نه وه چې دغه فریبکاره ځوان د هغې د بې عفتۍ لوڅ انځورونه او مبتذلی  ویدیوګانې  هم له ځان سره ساتلي دي، اوس نو دپیغلې له دردیدلي زړه څخه یواځې یو الله تعالی خبر دی او بس.

هو! دا یو تریخ حقیقت دی چې نن زمونږ د ټولنې ډېرې پیغلی له دې څخه خبری نه دي چې د دوي لپاره په موټرو کې مخفي کامری ساتل کیږي، او دا ټول د دې لپاره چې د انکار په صورت کې د همدې انځورونو په مرسته  دوي تهدید شي، او د هغې په نشرولو سره وډارول شي، او پر عفت ېې لوبی وشي، دا ټول هغه ناروا محبتونه دي چې نن ېې زمونږ په ټولنه کې ډېر ترویج موندلی دی.

بیا څه موده لا تېره نه وه چې پر اخلاقي فقر اخته ځوان نوموړې پیغلې ته وویل: که چېری زما غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړی، نو زه به ستا انځورونه  او البُم ستا کورنۍ ته ولیږم، او ستا پلار او ورونه به پرې خبر کړم، خو هغې بیا انکار وکړ، او داسې ېې نه انګېرله چې په رښتیا سره به دا کار  دهغې لپاره یوه ستره فاجعه وزیږوي. خوهمداسې وشول، او دغه وحشي ځوان په بازار کې د هغې انځورونه خپاره کړل، څه موده وروسته د پیغلې د خپلوانو څخه یو تن دا انځورونه تر لاسه کوي، د هغې ورونه پرې خبروي، هغوي د دې انځورونو په لیدلو سره ډېر په قهر او خپله خور وهي او ټکوي، او تر دې چې ددغه زړه بوګنونکی پېښې او درونکي کیسې څخه ېې مسکین پلار هم خبریږي.

وګورئ! دغه خبیث ځوان چې تر پرونه ېې هغې ته د سپېڅلي محبت او د واده، اولاد، او ښه کور ژمنې ورکولی، نن په ډېرې بې باکۍ سره د هغې په سرنوشت او پر عفت د لیوه په څیر لوبی کوي، دهغې ژوند ېې ورتباه کړ، مسکین پلار ېې چې هغه لحظه له دې دردونکی پیښې او فاجعې څخه خبریږي ، سمدلاسه پر ځمکه راولوېږي، هغه پلار چې خپله خوشحالتیا ئې د خپلې لور په خوشحالتیا کې انګیرلې او انځور کړی وه، نن د لور په درد تر روغتونه یو وړل کیږي، او هلته له خپل ځان څخه ناخبره د رنځورتیا په حالت کې د ناروغانو په بیستر پرېوځي.

وګورئ!  دغه لور تر دې مخکې د قدرمن پلار، وروڼو او کورنۍ پر وړاندی څومره لوړ مقام او منزلت درلود، او اوس ورسره څه وشول؟

پر دغې بې ستره شوی پیغلې اوس ګرده نړۍ را تنګه شوله، او نور د خپل عاشق څخه د انتقام شېبې شماري… څه موده وروسته خپل تیلیفون را اخلي، او هغه ځوان ته تیلیفون کوي، ورسره د لیدلو لپاره نیټه ټاکي، او ورته وائي: اوس ما د ژوند په سیالۍ کې ستا په وړاندې روحی ماته خوړلی، او اوس چې څه غواړی زه ورته چمتو یم.

ځوان هم په ډېره مینه او لېوالتیا سره د تېر په څېر د هغې د راتللو شېبي شماري، د رسېدو وروسته ورته دروازه خلاصوي، ځوان له ډېرې خوښۍ نه د دې ټولو په اړه داسې تصور کوي لکه خوب چې ویني، د کوټې ګردې دروازې  بندوي، خو غافله ځوان  هیڅ خبر نه دې  چې نن نور څه ور سره کیږي، پیغله چاړه په لاس ولاړه او د خپل ارزښتمن بایللي ژوند او عفت د غچ اخستلوشیبې شماري، ځوان له ځان څخه ناخبره او ناببره ګوري چې د شا له لوري پرې د تېرو چړو مرګوني ګوزارونه وشول، یو آه او یوه له درد څخه ډکه چیغه ېې وکړه، خو پر خپل لاس د بندو دروازو تر شا ېې هیچ چا هم غږ وانه اورېده، بیا ېې د تېرې چړې نور ګوزارونه هم پر شا وخوړل، تر دې چې پر ځمکه را ولوید.

دا مرګوني ګوزارونه د همدې لپاره ؤو چې: دغه باعفته پیلغه د همدې شیطان صفته ځوان په لاس دوکه شوله، د میني او محبت، واده ، اولاد او کور دروغجنې ژمنې ورسره شوی وی، د همدې په لاس ېې د راتلونکی ژوند د عفت دیوالونه ونړېدل او ناانساني برید پری وشو.

په بدمرغیو، ویرونو  او اورونو کې ښکیل شوی پیغله هر کله چې پوهه شوله، ځوان پر ځمکه ولویده، او وینه ېې وبهېده، او د ځنکدن تر سلګیو وروسته ومړ، له کوټی وځي، بیا د خپلې سیمې یوې نژدې محمکې ته ورځي، پر ځان پولیس خبروي، او ځان د اعدام لپاره چمتوکوي، او دا ټول د همدې لپاره چې تر څو خپل د دردیدلي ژوند د بې عفتۍ کیسه  د تاریخ په هدیره کې په ډیره آسانۍ سره تر خاور لاندې کړي.

درنو لوستونکو! دا وه د یوې عاشقې  پیغلی د  ژوند دردونکی کیسه.

افسوس ! نن زمونږ په ټولنه کې د هندي او ترکي سیریالونو مینه وال وائي: مینه ، خوکومه مینه ؟ کوم نیکمرغه ژوند ؟ دا ټول څه مو چې ولوستل د تباهۍ او رسوایۍ پرته نور څه نه ؤ ؟

اصلي او نیکمرغه ژوند خو په واده کی وي،  پاکه مینه خو په کورنۍ  او د اولاد په درلودلو او د هغوي په روزلو او پاللو کې وي، تاسې ووایئ! ښځه او مېرمن څومره ښه ښکاري چې له یو بل سره په سفر او چکر سره له کوره بهر وځي، یو ځای د نورو ودونو او محفلونو ته جوړه ځي، یو له بل سره مینه کوي، او یو بل ته ډالۍ وړاندی کوي. اما نن له بده مرغه پخپله ټولنه کې اورو چې فلاني ځان وواژه، فلانۍ له کوره وتښتېدله، فلانۍ ځان  پخپله ځندۍ کړیدی او داسې نور……

نو ګرانو ځوانانو!

که غواړۍ چې مینه وکړی، نو همدا اوس له ځان سره ژمنه وکړئ چې دیوې قدرمنې او پاک لمنې پیغلې سره به پاکه مینه کوم، سپېڅلې کورنۍ به را منځ ته کوم، صالح اولاد به خپلې ټولنې ته وړاندی کوم، او له ناروا مینې څخه به ځان ژغورم.

په پاې کې د کائناتو د بې نیازه خالق څخه  غواړو چې زمونږ ټولنه د اخلاقي انحرافاتو او جنسي تېریو څخه پاکه او زمونږ ځوانانو ته د یو نیکمرغه او پاک ژوند د تېرولو توان ورپه برخه کړي. آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x