افغانستان

هلمند: دولتي ځواکونو د طالبانو له زندانه پوډریان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو طالبانو د ملي دفاع وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يې د دوی زندان مات کړی او شپېته کسان یې ترې خوشې کړي دي.

پرون د غويي په ۱۷مه د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړله چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د دوی ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، د طالبانو زندان یې مات کړی او ۶۰ بندیان یې خوشې کړي دي.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته را رسېدلې خبرپاڼې د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه رد کړې او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې په هیروینو روږدي کسان تر درملنې او تربیې لاندې وو.

د احمدي له قوله په سیمې امریکايي او دولتي ځواکونو چاپه اچولې او شاوخوا ۳۰ په نشيي توکو روږدي کسان يې له ځان سره وړي دي. هغه ویلي چې دا کوم پټ ځای نه و او نه هم په دغه ځای کې عسکر، پولیس یا اربکیان ساتل کېدل.

تر دې وړاندې نن ټکی اسیا د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه نېولې وه. هغه نن ټکی اسیا ته وویل چې یاد ځای د خلکو په غوښتنه جوړ شوی و او په پوډرو روږدي کسان به دغه ځای کې اچول کېدل.

د مجاهد د وینا له مخې طالبانو به په نشيي توکو روږدو کسانو ته د هغوی تر جوړیدو سبق ویلو او ورسره به یې وعظ و نصیحت ورته کاوه. «دلته نه سیاسي بندي اوسیده او نه هم جنايي».

مجاهد او احمدي دواړو ویلي چې امریکایانو او افغان ځواکونو دواړو بېګا شپه په دغه سیمه چاپه واچوله، یو شمېر یې له ځان سره وړي او څه پوډریان ترې تښتېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x