مصر - په وینو او لمبو کي

د سعودي ملک عبد الله د مصر لاریون کونکي تروریستان، فتنه ګر او ګمراه بولي

نن ټکی آسیا: د سعودي پاچا ملک عبد الله نن د جمعې په ورځ مازیګر د مصر په اړه په خپل وینا کي وویل چي د خارج څخه چي څوک د مصر په داخلي چارو کي لاسوهنه کوي، هغوی په مصر کي فتنه غوښتونکي دي، او پر عربو یې غږ وکړ چي د مصر امن خرابېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړي په مصر کي د قتل عام هیڅ یادونه ونه کړه، بلکي بی وسلې لاریون کونکي یی د مصر د وحدت، استقرار او امن دښمنان وبلل، او دهغوی لاریونونه یې د هیواد د امن او استقرار د خرابولو لپاره بی ځایه او ناکامه هڅي وبلل.

او زیاته یې کړه چي د سعودي ولس او حکومت دواړه د مصري فوځ او حکومت سره د تروریزم، فتنو او ګمراهۍ په ضد په یوه صف کي ولاړ دي.

باید وویل شي چي د خلیجي هیوادونو اکثریت چي په هغو کي سعودي، امارات، بحرین، کویټ راځي، د مصر د فوځ او لیبرالي قاتلینو په دفاع کي شپه او ورځ یوه کړې، او د هغوی سره مالي، سیاسي او اعلامي کومک کوي.

باید وویل شي چي د ددې تر مخه امارات، بحرین هم ورته بیانونه صادر کړي وه، او په مصر کي بی وسلې لاریون کونکي قاتلین، وحشیان او د مصر دښمنان بللي وه، او د هغوی په خلاف یې د مصر فوځ قتل عام ته هڅولی وو.

کتونکي په دې باور دي چي د لومړۍ ورځي څخه د غه خلیجي هیوادونه د حکومتونو په خلاف د عوامو پر پاڅون ناراضه وه، او دغه انقلابونه یې د خپل حکومتونو لپاره ستر ګوزار باله، او خپل د کرسیانو د خوندي کولو لپاره یې د انقلاب د ناکامه ولو لپاره خپل ټول وس او توان وکړ، او لا هم نه غواړي چي په هغو هیوادونو کي استقرار او امن را شي، په کومو کي چي انقلابونه راغلي، او دیکتاتوران یې له واکه غورځول شوي دي.

باید وویل شي چي نن هم د مصر په سرتاسري کي د مصري فوځ له خوا د قتل عام د غندلو په خاطر په ملیونونو خلګ د سړکونو ته را وتلي وه، او لا لاریونونه دوام لری، د وروستیو معلوماتو له مخي یوازي د قاهره ښار د رمسیس په میدان کی تر ۴۰ زیات کسان تر اوسه وژل شوي دي، او لا هم په مختلفو ولایتونو او ښارونو کي یو ځل بیا پر بی وسلې لاریون کونکي ډزي روان دي.

لاندي یو وړوکی مثال دی:

{youtube}BhaEM_2QC9g{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x