
مکي ارتر د پاکستان مشر روزونکی وټاکل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکیټ بورډ د وقار یونس پر ځای مکي آرتر مشر روزونکی ټاکلی دی.
په اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان ناکامۍ وروسته وقار یونس له روزونکي دندې استعفا ورکړه چې له کبله یې پاکستان کرکيټ بورډ له تېر ډيره وخته د روزونکي په لټه کې و.
د پاکستان کرکيټ کارکردګي، امنیتي ستونزې او د لږې تنخوا له کبله د دغې لوبډلې روزونکي دندې ته وتلي روزونکي زړه نه ښه کوي.
مکي ارتر د جنوبي افریقا دی او د کرکيټ په روزنه کې پراخه تجربه لري. هغه تر دې وړاندې د جنوبي افریقا او استرالیا روزونکي په توګه هم پاتې شوې دی.
پاکستان د خپلې شړیدلې لوبډلې د بېرته سمولو لپاره تر دې وړاندې د افغان لوبډلې روزونکی انضمام الحق چې د افغانستان سره یې دوه کلنی قرارداد هم کړی و، د مشر ټاکونکي په توګه وټاکلو.