افغانستان

طالبانو دولتي او بهرني ځواکونه د ۷۸ سلنه ملکي تلفاتو مسوول وګڼل

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی چې په کې دوی د ټول ۱۶ سلنه، بهرني او دولتي ځواکونه په کې د ۷۸ سلنه ملکي تلفاتو مسوول ګڼل شوي دي.

دغه راپور چې نن ټکی اسیا ترلاسه کړی په کې د ۲۰۱۶ز کال د لومړیو څلورو میاشتو ملکي تلفاتو پېښو په اړه په کې معلومات ورکړل شوي دي. طالبانو ویلي چې د دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې په تېرو څلورو میاشتو کې ټولې ۱۰۶ پېښې ثبتې کړي چې په کې ۲۰۲۷ بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې له منځه يې ۶۴۰ مړه او ۱۳۸۷ ټپیان دي.

د طالبانو د شمېرو له مخې په وژل شوو کې ۵۵۸ نارینه، ۶۲ ښځې او ۲۰ تنه ماشومان او په ټپیانو کې ۱۳۴۸ نارینه، ‍‍۱۲ ښځې او ۲۷ تنه ماشومان شامل دي.

دوی ویلي چې په ۱۰۶ پېښو کې ۵ د خپلمنځي شخړو او چاودیدونکو توکو سره د ماشومانو د لوبو کولو له کبله رامنځته شوي، ۱۸ پېښې د نامعلومو کسانو او د دوی د ملګرو لخوا او پاتې ۸۳ پېښې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو، شپنیو چاپو، د درنو او سپکو وسلو او نورو عملیاتو له کبله رامنځته شوي دي.

طالبانو په دغه راپور کې خپل ځان او نامعلوم کسان د ۱۶.۹۸ او بهرني او دولتي ځواکونه د ۷۸.۳۰ سلنه ملکي تلفاتو مسوولین بللي دي.

دوی د کابل د وروستۍ خونړۍ چاودنه کې په ملکي تلفاتو خواشیني څرګنده کړې او په وینا یې په دغه چاودنه کې یواځې ۶۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او پاتې نور ټول استخباراتي کارکوونکي دي. طالبانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شمالي ټلوالې ته منسوبې ورځپاڼې ماندګار په یو راپور هم استناد کړی چې د کابل په برید کې د ملي امنیت د ۴۰۰ کارکوونکو د مړه او ژوبل کېدو خبر یې ورکړی و.

طالبانو ویلي چې دوی د ټولو هغو پېښو څېړنه او پلټنه کړې، چې په کې د دوی ملګري د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو تورن شوي دي. «تورن کسان د اسلامي امارت محاکمو ته معرفي شوي، ترڅو د شريعت د اصولو او قوانينو موافق سزا ورکړ ل شي او د متضررينو سره، لیده کاته شوي، تماس نیول شوي، او ورسره داسلامي امارت لخوا ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده».

طالبانو په خپل راپور کې هغه پېښې هم ذکر کړي چې په کې بهرني او دولتي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی ویلي چې ملکيانو او عامو وګړو مرګ ژوبله ورته په هيڅ صورت د منلو وړ نده او له همدې کبله يې په خپلو رسمي تشکيلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي د ادارې په نامه «يوه مستقله او خپلواکه اداره» جوړه کړې، تر څو تر ټول ممکنه حده، د عامو وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشي.

د یادونې وړ ده چې یوناما د روان کال د اپریل په ۱۷مه د ۲۰۱۶ز کال د لومړیو دريو میاشتو په راپور کې ویلي و، چې په دغه لنډه موده کې نېږدې ۲۰۰۰ تته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوی د راپور پر اساس په تېرو دریو میاشتو کې د تېر په څېر د طالبانو بريدونه او چاودنې د ۶۰ سلنې مرګ ژوبلې علت بلل شوي او ۲۷ سلنه يې امنیتي ځواکونه ملامت بللي دي.

د دې راپور پر اساس ۶۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ تنه نور ټپیان دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو اندازه دوه سلنه لوړه شوې، د وژل شویو کسانو اندازه ۱۳ سلنه کمه شوې، خو د ولسي وګړو د ټپې کېدو کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x