ادبي لیکني

ثبوت «لنډه کيسه»

ګلستان تمیم

په شنه سهار کې مې ځان د رایې اچونې مرکز ته ورساوه او چې څنګه مې رایه وکاروله، مخ په کور روان شوم.

شیبه وروسته مې کور کې زړه راتنګ شو. د ښار ټولې هټۍ تړل شوې وې. حیران وم چیرته لاړ شم؟

د موټرو په مخ پر یوه تړلي واټ مې ورو – ورو ګامونه  اخیستل. ملګری مې را یاد شو. دی له ښاره لږ د باندې سماوار لري. زنګ مې ورته وواهه. هغه چې نن ورځ یې مشتریان نلرل، زما غوندې یې زړه تنګ و. سمدلاسه یې وویل: دوکان کې یم راشه کنه یاره، سخت مې زړه تنګ دی.

له مخکې یې په شنه چاینکه کې لاچي لرونکی چای تیار کړی و. له ستړي مشي وروسته  یې راته پیاله ډکه کړه.

ملګري مې وویل: هسې هم څوک نه راځي، راځه اتاق ته لاړ شو. که نور څه نه وي ټلویزیون به وګورو.

ملګری مې د یوې لرې پرتې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د شپې له خوا په یوه کرايي اتاق کې اوسیږي.

اطاق ته ورسیدو له  کیناستو سره سم یې تلویزیون چالان کړ، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یې د رایې ورکونې مرکزونه ښودل چې ډله ډله خلک ورته روان ول.

هغه وویل: ګوره، پولیس مو مسلکي شوي دي. مخالفانو څومره اخطارونه ورکړي وو، خو ټول وطن کې خیر اوخیریت دی. دا د پولیسو د مهارت برکت دی. که دوی مسلکي او بیداره نه وای، نن به چا هم رایه نه وه ورکړې.

موږ همدې خبرو کې و چې یو ناڅاپه او په زوره دروازه وډبیده. ملګری مې پورته شو، ور یې پرانیست او بیا سمدلاسه یوه ډله پولیس اتاق ته راننوتل.

اتاق ته له را ننوتلو سره سم یې،  زموږ د لاسونو په تړلو پیل وکړ.

ملګري مې وویل:

امر صیب زمونږ ګناه څه ده ؟

ـ  مخکې شئ، ځانونه مه ناګاره کوئ! په حوزه کی به درته هرڅه معلوم شي.

ـ د خدای په لحاظ امر صیب مونږ هیڅ هم نه دی کړي راته ووایه چی څه خبره ده ؟

پولیسو کش کولو، خو ملګري مې قسم کړی و چې تر څو له خپل جرمه خبر نشي، له اتاقه به بیرون و نه وځي. څو کنداغونو مو د ملا ګانو هډوکو کې څړیکې جوړې کړې.

امرصاحب په غوسه  وویل: هر مجرم ځان ناخبره ښيي. خو موږ مسلکي پولیس یوو، مجرم پیژنو.

ملګري مې ماته حیران وکتل ما خپل ځان او اتاق ته وکتل، هیڅ نه پوهیدو.

امر مخکې و او پولیسو په کش کولو، د اتاق شاته بوتلو او په زوره یې وویل:

وګورئ، اوس خو به خپل جرم منئ!

هلته یو جسد پروت و، په غاړه کې یې رسۍ بنده وه.

موږ حیران وو، هیڅ نه پوهیدو چې جسد څه وخت راوړل شوی؟ چا وژلی؟ او…

ملګري مې وویل: امر صاحب! موږ دا جسد اوس ولیده، تاسو سره څه ثبوت دی چې دا قتل دې موږ کړی وي؟

امر صاحب، په قهر وویل: ځان نه څارنوال مه جوړوه! زه مسلکي پولیس یم. او بیا یې دواړه د رنجر په باډۍ کې تر محبسه ورسولو.

 

ګلستان تمیم/ جلال اباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x