مصر - په وینو او لمبو کي

محمد بدیع: مصر د مبارک د پخواني نظام له خوا تر تهدید لاندي دی

نن ټکی آسیا: د اخوان المسلمین د ډلي مرشد (مشر) محمد بدیع په خپله اونیزه پيغام کي ویلي چي د النهضه او رابعة العدویه پر مظاهرو باندي برید جنګي جنایت دی.

او زیاته کړې چي مصر چي اوس له کوم حالت سره مخ دی، هغه اصل کي د پخواني دیکتاتور مبارک د نظام پاتي ریښي دي، چي نه غواړي د مبارک وروسته په هیواد کي استقرار او امن راسي، او د مبارک هم هغه پخواني جادوګر ژورنالیستان د مصریانو په منځ کي کرکه او فتنه کري.

نوموړي وویل که چیري دغه میډیا او د مبارک د نظام ژورنالیستان نه وايی، نو دومره قتل به نه وای سوی، او زیاته یې کړه چي د مصر ولس د نړیوالو او بهرنیو هیوادونو مواقفو ته اهمیت نه ورکوي، بلکي خپل ولس موقف ته ګوري، او دهغوی سیاسي او علمي شعور ته اهمیت ورکوي.

محمد بدیع وویل چي کوم تروریږم دوی اوس په اخوان المسلمین په سي نښلوي، هغه په اصل کي وزارت داخله او د هغوی تر امر لاندي اربکیان او بی لاري خلګ تر سره کوي، تر څو اخوان المسلمین په تورن کړي، او د هغوی قتل عام ته ذریعه جوړه کړي.

او زیاته یې کړه چي د انقلاب اصل هدف د مرسي لیري کول نه دي، بلکي هغوی په اصل کي غواړي چي د مصر پر حکومت باندي یو ځل بیا د فوځ واکمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x