ټولنیزه برخه

د ویناکولو هنر

پوهيالی حسن خان درمل

(په ډاډه زړه پاڅېدل، تمرین کول، او پر موضوع حاکمیت درلودل زده کړئ ).
۱ – هره ورځ یوه با ارزښته ورځ وګڼئ او خپله ټوله وړتیا په کار واچوئ، ترڅو ښه ګټه ور څخه واخلئ. خپلي علاقې او وړتیاوي مشخصي کړئ او د هغوی د لاسته راوړلو او پوره کولو لپاره هڅه وکړئ. په دې اړه واقعیتونه له پامه مه غورځوئ او ډیره هڅه وکړئ ترڅو منطقي واوسئ.

۲ – هر کله چي تاسو کومه موقع یا فرصت لاسته راوړئ، ( هغه که په ډله ایزو کارونو کي وي، که په ښوونځي کي وي، که په کور او یا کوم بل ځای کي وي ) نو په دې ټولو کي د خپلو وړتیاوو پر بنسټ ګډون وکړئ. ګوښه ګیر مه کیږئ، ځکه که چیرته تاسو ګوښه ژوند غوره کړئ، یا وویریږئ نو ستاسو په نفس باور به نور هم ضعیف شي.

هیڅکله داسي مه وایاست چي زه یي نشم کولای، بلکه هر وخت ووایاست چي زه ددې کار وړتیا لرم، او باید خپله وړتیا په کار واچوم.

۳ – خپلي موخي ته د رسیدو لپاره باید تاسو پلان ولرئ ( یاني له مخکي څخه باید آمادګي ولرئ، په کومه موضوع چي بحث کوئ هغه له ځان سره ښه تمرین کړئ ). کله چي ستاسو پلان ترتیب او منظم شو نو تاسو به په زړه کي هیڅ ویره ونه لرئ بلکه په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړئ. د اوونۍ په لړ کي داسي کارونه ترسره کړئ چي تاسو ته نوره انرژي هم درکړي.

۴ – د خپل ژوند په ټولو پړاونو کي د خپلو کړنو یا اعمالو پوره مسؤولیت پر غاړه واخلئ. هیڅکله هم نور مه ملامتوئ، هیڅکله د ځان لپاره بهانې مه لټوئ، بلکه په پوره زړورتیا سره ګام پورته کړئ او دا لومړنی ګام پورته کول به تاسو ته پوره جرئت درکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x