ورزش

پاکستان د اسیا د کبډي اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): پاکستان د کبدي په اسیايي سیالیو کې د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکولو سره یو ځل بیا د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه سیالي تیره ورځ په واه کینټ کې ترسره شوه. د دایروي بڼې کبډي په پایلوبې کې د هندوستان او پاکستان لوبډلې سره مخامخ شول چې د پاکستان لوبغاړي وتوانیدل هندوستان ته ماتې ورکولو سره یو ځل بیا دغه اتلولي په خپل نوم ثبت کړي.

د کبدي دغه سیالي په پاکستان کې ترسره شوه نو ځکه پاکستاني لوبغاړي وتوانیدل سیالې لوبډلې باندې فشار ورادولو سره لوبه په خپل واک کې وساتي.

د هندوستان د لوبډلې لوبغاړي د پاکستاني لوبغاړو په وړاندې ښه ونه ځلیدل. د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱۴-۲۴ په توپیر د پاکستان په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې په دوهمه نیمايي کې بیا هم هندوستان ونه توانید غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي او دغه لوبه يي د ۳۱-۵۰ نمرو په توپیر پاکستان ته وبایلله.

د لوبې په پای کې د اتلولي ګټلو له امله د پاکستان لوبډلې ته د سرو زرو مډالونه او د هندوستان لوبډلې ته پایلوبې ته رسیدو له امله د نقرې مډالونه ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x