افغانستان

د سولې تفاهمنامه به حکمتیار او اشرف غني لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې ته نېږدې سرچېنې وايي چې لا هم په اساسي شپږو مادو حکومت سره موافقې ته نه دي رسيدلي د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار خبر ورکړ چې یوه اونۍ کې به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي.

قاسمیار نن سهار رسنیو سره په خبرو کې یو ځل بیا یادونه وکړه چې د حزب اسلامي (حکمتیار) سره د سولې مذاکرات نهايي شوي او یواځې په ډيرو کمو مواردو کې اختلاف نظر پاتې دی. هغه ویلي چې حکمتیار به له اشرف غني سره یوځای د سولې تفاهمنامه لاسلیک کړي.

هغه وویل: « د سولې په تفاهمنامه به د حزب اسلامي لخوا ګلبدين حكمتيار او د حكومت لخوا جمهور رئيس غني او د سولې عالي شورا لخوا پير ګيلاني لاسليكونه وكړي، تر اوسه دقيقه نېټه نه شم ويلى، ځكه ډېرې كمې تخنيكي ستونزې دي چې دا اوارې شي ګلبدين به كابل ته راشي.»

په عین حال کې د حزب اسلامي سرچېنې هم وايي چې له حکومت سره ۹۰ سلنه مادو باندې موافقې ته رسېدلي او یواځې شپږ مادې دي چې تر دې دمه پرې دواړه لوري موافقې ته نه دي رسیدلي.

د انجنیر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د یوې ویډیويي پیغام له لارې دغه شپږ لانجمنې مادې ذکر کړي دي.

دغه شپږ مادې بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالویش جوړول، د افغان مهاجرینو لپاره په خوست، ننګرهار، کابل او کندهار کې ښارګوټې جوړول، د حزب اسلامي (حکمتیار) اړوند سیاسي بندیان خوشې کول، ټاکنې ترسره کول او که دا امکان نه لري داسې حکومت جوړول چې حزب اسلامي هم په کې مهم رول ولوبوي، د تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشرانو نومونه ویستل او د انتخاباتو مستقل کميسیون جوړول چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي، دي.

د حکمتیار زوی په باور دغه مادې تر هغه ډیر وزن لري چې پرې موافقه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x