څنګه کولی شو د وینې فشار کنټرول کړو؟

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د وینې فشار یو له عامو خو مهلکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي. د وینې فشار له اندازې ډیر زیات لوړیدل او یا هم ټیټیدل انسان فلج او یا هم د مرګ په خوب ویده کولی شي.

د وینې فشار د زړه د مختلفو ناروغیو لامل هم ګرځي. د وینې فشار کنټرولولو سره انسان له ډیرو نورو ناروغیو ځان ژغورلی شي. دلته مو له یو شمیر هغو لارو سره چې په مرسته يي د وینې فشار کنټرول کیدی شي اشنا کوو:

۱-   خپل د وینې د فشار اندازه معلومه کړئ. کوښښ وکړئ په ورځنۍ ډول يي معلومه کړئ.

۲- معلومه کړئ چې ستاسې د قد په اوږدوالی باید ستاسې وزن څومره وي. هماغه ټاکلی اندازه وزن خپل کړئ.

۳- مالګه لروونکو خوړو څخه ځان وساتئ. د پخلی پر مهال د ډیرې مالګې له استعمال څخه ډډه وکړئ.

۴- څومره چې کولی شئ میوه، سبزیجات او فایبر (Fiber) لروونکي خواړه وخورئ.

۵- د ژوند طریقې او فزیکي فعالیتونو په اړه د خپل معالج ډاکټر پر مشورو عمل وکړئ.

۶- له سرګریټ څښلو څخه ځان وساتئ.

۷- له ذهني فشار څخه ځان لرې وساتئ.

۸- له ټاکلې مودې وروسته په دوامداره توګه خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د