دکمان غشى – سید احسان الله الهام
ورځه جانانه خداى دي مل شه دسنګــرپه لوري
دکمـــــان غشـي واروه ديــــــرغلــګــــــــرپه لـوري
هغه نادان دي چي دجهـــــل په مـــــزلــــوروان دى
عاقل خو تل ځي دمــــراب او دمنــــبر په لــــــوري
ته که ددين اودوطن په ننګ ځواني کړې قـــربان
اوښکي به پرې نږدم چي ځي مي دځيګرپه لوري
ستاپه مېــړانه کــه شــاعــر بـــــولي اوچتې شملې
زه مي له فخره اوچت ســــر وړم دګــــودرپه لــوري
دسرښندونکــو قافــــلو تګ وي مـنــــزل ته داسي
لـکـــه روژې چي وي روانې داخـــــتــر په لــــــــوري
دجتنـــونــــــودروازې وي ورته ټـــــــولې خــــلاصې
قربانيــان پاک لـــه ګـنـاهـو ځي دمحـشـــر په لـوري
دابشـــارت راته پــاک رب دي په بــاربـار راکـــــړي
چي دشهــيـد لالي کاروان ځي دکـــــوثر په لـــــوري
نشته آرام په دنـيـــــا ګۍ کي لــــه تقــــــــوى نه سيوا
سودمنــدهغـــه دي چي خـم سرځي داکبرج په لوري
ورته نصــرت لــه آسمـــانــو هـلـــــه نازل شـــــو غــلي
چي سپين بدري لښکـــر کتل دستر رهبر په لــوري
الهـامـــه ! زېـري مي دربانـدي داعـــجـب خــــبر دي
رقيب وړي مـړه لــــه آريـانـا دسـمـنــــــدر په لـــــوري
سيداحسان الله الهام 2011/06/28