مصر - په وینو او لمبو کي

د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع زوی ووژل شو

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په زرګونو مصریان یو ځل بیا د مصر په مختلفو ښارونو او سیمو کي سړکونو ته راوتلي وه، او د رابعه او النهضه میدانونو کي د مصري فوځ د قتل عام یی په سوله ایزه مظاهرو غنده، چي یو ځل بیا د فوځ، پولیس او اربکیانو له خوا د مرمیو او قتل عام سره مخ شول، او له کبله یې تر ۲۵۰ زیات مسلمانان شهیدان شول، او په زرګونو نور ټپيان شول.

نن د شنبې په ورځ د اخوان المسلمین رسمي پاڼي اعلان وکړ چي د ددغي ډلي مشر محمد بدیع زوی انجینر عمار هم نن ورځ وروسته تر هغه ووژل شو، کله چي تیره ورځ ټپي شو، او دوه مرمۍ یی په سر او سترګي لګېدلې وه.

عمار تیره ورځ د الفتح مسجد ته نیژدې د بني سویف زرګونو مظاهره کونکو سره شرکت کړی وو، د کومو څخه چي په لسګونو نور مظاهره چیان هم ووژل شول.

خبرزیاتوی چی د عمار عمر ۳۸ کاله وو، او ددو اولادونو پلار وو، او د کمپیوټر انجینر وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x