fbpx

شاولیکوټ: د بمبار پر مهال د ملي اردو چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې تېره ورځ د دولتي ځواکونو یوه چورلکه ددوی په ډزو لګېدلې او را غورځېدلې ده.

قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دولتي ځواکونو د شاولیکوټ ولسوالۍ د هغو سیمو د بیا لاسته راوړلو په موخه تعرضي برید کړی وو، چې څه موده مخکې طالبانو ځیني نیولي وې. په دغه تعرض کې چورلکو هم د بمبار په موخه برخه اخیستې وه.

نوموړي ویلي چې د جګړې پر مهال یې چورلکه ویشتلې او تعرض یې هم پر شا تمبولی او ورسره یې یو شمېر وسلې هم غنیمت کړي دي.

احمدي زیاته کړې چې را نسکوره شوې چورلکه کې سپاره ټول عسکر وژل شوي او الوتکه هم د «وله» په نامه سیمه کې تر راغورځېدلو وروسته پرته ده. مړي په نورو الوتکو کې د دولتي ځواکونو له لوري انتقال شوه.

د کندهار ځايي چارواکو هم د پيښي پخلی کړی او ویلي چې د ملي اردو چورلکي بیړنۍ ناسته کړې.

د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې یوې چورلکي تېر مازیګر مهال د شاولیکوټ ولسوالۍ د البک په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته کړې. نوموړي په پيښه کې د نورو تلفاتو په اړه د جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د یادوني وړ ده چې دولتي او بهرني ځواکونه تل هغه چورلکي چې د طالبانو له لوري ویشتل کیږي، په اړه یې د بیړنۍ ناستي خبر ورکوي، چې په همدې لړ کې طالبانو د کونړ په ولایت کې دیوې داسي چورلکي فیلم خپور کړ چې پر ځمکه یې د ځای پر ځای کړو چاودېدونکو توکو په واسطه چاودنه ورکړې وه، دفاع وزارت ددغه الوتکي په اړه ویلي وه چې چورلکي یې بیړنۍ ناسته کړې او ټول عمله یې خوندي ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د