fbpx

د حضرت عمر بن عبدالعزیز (رح) د خلیفه کیدلو واقعه

ژباړه : شفیق احمد ریان

د بنو امیه کورنۍ خلیفه سلیمان بن عبدالمالک سخت ناروغ شو ، ده غوښتل چي خپل زوی ایوب له ځان وروسته د خلیفه په حیث وټاکي خو نوموتي عالم رجاء بن حیاة سلیمان ته مشوره ورکړله چي داسي کار مه کوه ، د سلیمان په دوهم زوی داود هم اتفاق ونه شو ، وروسته سلیمان له رجاء بن حیوة څخه پوښتنه وکړه چي د عمر بن عبدالعزیز (رح) په باره کي ستا څه نظر دی ؟ رجاء ورته وویل چي هغه ډير نیک مسلمان او د خلافت لپاره وړ شخص دی . سلیمان ورته  وویل چي رښتیا هم هغه ډير نیک شخص دی مګر مشکل دادی چي که زه د عبدالماک له اولاد پرته د بل چا  د خلافت په اړه وصیت وکړم هغوی به یي قبول نه کړي او عمر بن عبدالعزیز (رح) به پرینږدي چي په کراره خلافت وکړي، ددي حل دادی چي زه له عمر وروسته یزید بن عبدالمالک د خلافت لپاره ونوموم په دي ډول به دوی د عمر بن عبدالعزیز خلافت قبول کړي . رجاء وايي چي عمر بن عبدالعزیز(رح) ته خبر ورسید چي خلیفه سلیمان  مشوري لپاره غوښتی دی، عمر ماته قسم راکړچي که د خلافت لپاره د هغه په ما نظر وو ته يي مخالفت وکړه .

کله چي د خلافت لپاره په نومونو اتفاق وشو ، دا فیصله وشوه چي د نوم له اعلان پرته به له خلګو څخه د خلیفه سلیمان په فیصله بیعت اخستل کیږي ، حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه بیا په انديښنه کي شو چي داسي نه وي چي دده نوم د خلافت لپاره انتخاب شوی وي ، رجاء وایي عمر بیا ماته راغلي او اصرار يي را باندي وکړ چي ما له فیصلي څخه خبر کړه ، که زما نوم د خلافت لپاره انتخاب شوی وو زه به خلیفه سلیمان ته ورشم او خپل عذر به ورته وړاندي کړم ، خو ما هیڅ هم ورته ونه ویل .  له عمر وروسته هشام بن عبدالمالک په ما ډیر اصرار وکړ چي که د سلیمان په فیصله کي زما له نوم پرته د بل چا نوم وي زه به سلیمان ته ورشم  ورته وبه وایم چي له ما پرته بل څوک څنګه خلیفه کیدای شي، ما هغه  ته هم انکار وکړ او له فیصلي څخه مي نه کړ خبر ، هشام مایوس شو د تللو په وخت کي يي راته وویل چي ایا خلافت له ما څخه ګرځول شوی ؟ ایا خلافت د عبدالمالک له کورنۍ څخه وتونکی دی ؟

کله چي سلیمان بن عبدالماک وفات شو ، رجاء ته انديښنه ور ولویدله چي د بنو امیه کورنۍ به د خلیفه سلیمان فیصله په اساني سره قبوله نه کړي ، له همدي  امله رجاء د خلیفه د وفات خبر پټ وساتلو او د دابق په جامع مسجد کي د بنو امیه کورنۍ خلګ را ټول کړل د خلیفه په فیصله يي بیا بیعت ځنی واخست ، له بیعت وروسته یي د خلیفه سلیمان د وفات اعلان وکړ او وصیت نامه يي خلاصه کړله ، په وصیت نامه کي د عمر بن عبدالعزیز رح نوم وو مګر دی په یوه ځای کي هم نه معلومیدلو، کله چي يي ولټولو د مسجد په پای کي په کونج کي ناست وو او سر يي ښکته اچولی وو ، داسي معلومیدلو لکه حالات چي ښه نه وي ، ولاړیدلی نه شوای خلګو را ولاړ کړ او په منبر يي کښينوی ، نوموړی تر ډيره خاموش ناست وو وروسته یي وفرمایل : والله ما نه  په پټه او نه هم  ښکاره له الله رب العزت څخه د خلافت  او اقتدار سوال کړی !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د