شعـــــرونه

تر ټولو کشر غزل

جانان خدرخېل

نه! چې یې بیخي نه وي د زغم سړی
ولې چاته ورکړي دومره غم سړی!؟

ته لکه غوټۍ چې تازه ګل شي او
زه لکه شبنم – شبنم – شبنم سړی

اې! بس دا وعده شوه چې راځم کنه
هسې چټي تېر کړې په قسم سړی

زه دې د نفــرت له دنیــا واېستم
عشقه! رانه جوړ دې کړلو سم سړی

دلته دې ټوپک له اوږې لرې کړه
دلته معلومېږي په قلم سړی

ستاسې له بمباره ښار ته کډه شي
هلته ایسته والوځي په بم سړی

دغه خو زما او ستا توپیر دی بس
ته د بُتخانې، زه د حـــرم سړی

ډار له هم هغو خلکو په کار دی چې
وایي “خدرخېل” دی محــترم سړی

ـــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۲/۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x