
زابل: چاودنې څلور ماشومان وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي او بل يې ټپي کړی دی.
د شاجوی ولسوال وزیرمحمد جوادي ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په تازي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ولسوال په وینا په چاودنه کې څلور ماشومان چې د سرک تر څنګ په لوبو بوخت و، وژل شوي او بل ټپي شوی دی.
نوموړي ادعا کړې چې یاد ماین وسلهوالو مخالفینو د امنیتي پوستو د ساتونکو لپاره ځای پر ځای کړی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلی.
تېره ورځ طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړ چې په کې بهرني او دولتي ځواکونه د ۷۸ سلنه ملکي تلفاتو مسوولین ګڼل شوي وو. طالبانو ویلي وو چې دوی او ناڅرګند وسلهوال یواځې د ۱۶ سلنه ملکي تلفاتو مسوولین دي.