شعـــــرونه

افغان مُېړني غازي محمد روزي شهید ته!

افغان مېړني غازي محمد روزي شهید ته!                                                                                                                           

                                                                    زلمی افغان

خاورې درسپارو یو دروند غازي شهید
خدایه! ته قبول کړې،زموږ روزي شهید

یه نړۍ احسان د افغان څنګه شو؟!
تا ته چې دا څو قرنه پالي شهید

ژمنه د امواتا* کم ارزښت نه دی
وي پکي خوندي،خوندي خوندي شهید

خاوره د افغان بې شهادته څه؟!
ګل شهید،غاټول شهید،اغزي شهید

مورې لالهانده چې بیا نشې ته‌
زیری که در وشو د زلمي شهید

* د آل عمران سورې ،۱۶۹ آیت (وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ) ته نغوته .          

                      

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x