افغانستان

پنټاګون: افغانستان ته د ګانګريس د غړو سفر اضافي بوج دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» د کانګریس د غړو څخه غوښتي چې افغانستان ته خپل سفرونه کم کړي.

د پنټاګون یوه جګپوړي چارواکي د امریکا یو ایس ټوډې ته ویلي چې په افغانستان کې ددغه چارواکو د انتقال لپاره الوتکي په کاریږي او هم یې د امنیت لپاره ځانګړي ترتیبات نیول کیږي چې د جګړې په اوسني روان موسم کې د امریکايي ځواکونو لپاره دغه یو اضافي بوج جوړيږي. «پنټاګون غواړي چې الوتکي او عسکر د جګړې لپاره وسپموي.»

هغه د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړې: دا لومړی ځل نه دی چې پنټاګون د جګړې په موسم کې د کانګریس د غړو څخه ورته غوښتنه کوي، بلکي ددې تر مخه یې هم د عسکرو او چورلکو د سپما په خاطر داسي غوښتني کړي.

طالبان هر کال د پسرلي په را نوي کیدو سره د نویو عملیاتو اعلان کوي چې سږ کال یې هم د عمري عملیاتو په نامه عملیات پیل کړه.

امریکا په افغانستان کې لس زره پوځ لري چې دولتي ځواکونو ته د مشورې او تمرین ورکولو تر څنګ په مخامخ جګړو کې برخه اخلي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشر جنرال جون نیکلوسن څخه غوښتل شوي چې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو په اړه خپل وړاندیز کانګریس ته وړاندي کړي تر څو د عملي کېدو په موخه سپيني ماڼۍ ته ولیږل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x