الفتح مسجد کي تر ۲۰۰۰ زیات مظاهره کونکي محاصره دي
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د قاهره ښار د رمسیس په سیمه کي هغه وخت په سلګونو مظاهره کونکي ووژل شول، کله چي هغوی د فوځ ، پولیسو او اربکیانو له خوا د مخامخ قتل سره مخ شول، چي له کبله یې په زرګونو مظاهره کونکو د الفتح په نامه مسجد کي پناه واخیسته ،او تر اوسه د مسجد پر شا وخوا پولیس، فوځ او اربکیان را ټول دي، او کله نا کله ډزي پر کوي، او یا هم د مسجد منځ ته د اوښکو بهونکي ګازونو فایرونه کوي.
د تیري ورځي څخه نه محاصره کونکو ته اوبه ورکړه شوي، او نه هم غذا ورته رسیدلی، او هره لحظه ګازونو مسجد ته دننه ور غورځول کیږي.
په ژوندۍ بڼه لاندي لینک باندي الجزیره کتلای شئ: