افغانستان

غزني کې پولیس خپل څلور ملګري وژلي

نن ټکی اسیا(شنبه، غويي ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت مرکز ته څېرمه یو پولیس خپل څلور ملګري وژلي دي.

د غزني مرکز اړوند ده خدای داد سیمه کې یو عسکر پخپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او څلورتنه يې ترې ځای پر ځای وژلي.

طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګری بللی او ويلي يې دي چې تر دوی روغ ور رسېدلی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: «یاد مجاهد روغ ترخپلو ملګرو پوري راورسید او ۱ عراده ټوډي موټر، ۱ قبضه راکیټ، ۱ میل پیکاماشیندار، ۳ میله کلاشینکوفونه، او ګڼ شمیر مهمات یې هم تر مجاهدینو پوري راورسول.»

طالبانو د هغه عسکر انځور هم نشر کړ چې خپل څلور تنه ملګري وژلي
طالبانو د هغه عسکر انځور هم نشر کړ چې خپل څلور تنه ملګري وژلي

د غزني امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې هم ورته ګڼې پېښې شوې دي چې پوځي شنونکي يې د امنیتي ځواکونو پر روحیه بدې اغېز کوونکې بولي.

د دوی په باور دا ډول پېښې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږې او یو پر بل باور بشپړ له منځه وړي چې ګټه يې نېغه مخالفو وسله والو ته ورځي.

د یادونې وړ دی تېره ورځ هم طالبانو د غزني مرکز ته څېرمه په نوغي سیمه کې د کنډک قومندان عیسی خان ننګرهاری وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x