په ننګرهار کې د سولې او کرکټ تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېده! – انځورونه

رالیږونکی: د جګړې ضد ځوانان

د جګړې ضد ځوانانو په نوښت دغه ټورنامنټ چې د ولسوالیو په کچه پکښې ۳۶ لوبډلو برخه اخیستې وه پرون د جمعې له لمانځه وروسته پس له یوې په زړه پورې لوبې چې “سوپر اوور” ته لاړه د ملک نجیب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د فاینل لوبې د انعاماتو او جوائزو د تقسیم په مهال د کابل څخه ورغلو د جګړې ضد ځوانانو په استازیتوب خیرالله شینواري لوبغاړو ته د وینا پر مهال وویل چې کرکټ د نړۍ د مختلفو هیوادونو په سیاسي بهیرونو کې مثبت رول لوبولی او د ویښو ملتونو په سرنوشت کې ځلانده تاریخ لري، هغه په افریقا کې د اپارتاید “نژادي تبعیض” په ختمولو، د استرالیا د خپلواکۍ په اخیستلو، د هند او پاکستان د سیاسي کړکېچونو په کمولو او داسې نور مهمو مسایلو کې د کرکټ لوبې رول ته په  اشاره ځوانان دې ته متوجه کړل چې د دغې لوبې څخه باید د افغانستان کې د جګړې په ختمولو او د سولې او عدالت په تامین کې ګټه پورته کړي، د ریښتیني یووالي لپاره زیار وباسي او د خپلو نورو بوختیاوو ترڅنګ د لوبې په ډګر کې د مینې،محبت او یووالي پیغام ورکړي.

همدارنګه په ننګرهار کې د ځوان فکري بهیر او د جګړې ضد ځوانانو استازي عبدالسمیع واحدي د روانو لوبو په اهمیت خبرې وکړې او دا لوبې یې د ځوانانو تر منځ د منفي رقابتونو، سمت او خېل بازیو، بې ځایه وخت تېرولو، شخړو او جنجالو په له مېنځه وړلو کې تاثیرناکه وبللې او له چارواکو یې ځوانانو ته د ورته مواقعو د برابرولو غوښتنه وکړه.

هېره دې نه وي چې د فاینل لوبې کتلو ته قومي مشران، علماء، د مدني ټولنې فعالین،د لوبو د څانګې مسولین او سلګونه ځوانان راغلي وه چې د لوبې خوند یې یوه په دوه زیات کړ.

cricket-peace (1) cricket-peace (2) cricket-peace (3) cricket-peace (4) cricket-peace (5) cricket-peace (6) cricket-peace (7) cricket-peace (8) cricket-peace (9) cricket-peace (1)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د