مصر - په وینو او لمبو کي

د هيڅ قوم برخليک نه بدليږی مگر دا چی پخپله يی وغواړی

دا دوي چي  د ديموکراسي ديموکراسي نعری وهی ، ولي اوس يي چوپه خوله نيولي؟!  آيا دا ديموکراسی خلاف عمل ندی چی اخوانيانو سره يی کوی؟!  که د مصر خلګو سره همدا کار اخوان المسلمين کړي وي بيا به دنيا کي څه حال جوړ شوي وو!! بيا به کفری نړی پر دوی له کوم تشدد کار اخيستی وو؟!  دوي خو له مخکي اخوانيان په سخت دريځ، بنياد ګر او دهشت ګر نومولي  که څه هم لس هاو کاله کيږي چي همدا اخوانيان بندي کيږي،اعدام کيږي مال او کور يي ضبط کيږي له وطن شړل کيږي خودا ظالمين سره له دی چی دا ظلمونه يی پر دوی کړی بيا هم مظلوم اخوانيان متشدد بولي!!!

 آيا دا هغه څه دي چي دوي د انتخاباتو په اړه وايي؟! داسي حق ورکوي؟! که البرادعي مظاهري کولي او تاسو د هغه په سبب مرسي د يوه مملکت ريس جمهور وتښتوي او بيا  په پټ ځاي کي ئی بندي کړي، د اخوان المسلمين مشران هم په بند محکوم او مال يی ضبط کړی ، نو اوس چي په ميليونونو  خلګ مرسي بيرته غواړي آيا دا د ځواب طريقه ده؟! والله قسم چي دوي د اسرييل او امريکي د خوشحالولو د پاره دا کار کوي،دا مزدور فوځ له دي وارخطا دي چي اخوان کيدي شي د دوي اړيکي له امريکی او اسرائيل  سره د وخت په تيريدو  له منځه يوسي.اسراييل او امريکا له اخوان ويره لري، د فوځ کودتا د دوی په اشاره او امر ترسره شوې، څه موده مخکی امريکی اعلان وکړ چی د مصر فوځ د ديموکراسی تحکيمولو لپاره مجبور شو کودتا وکړی!! خو اوس الفاظ سره لوبی کوی تر څو نړی دوی ملامت نکړی.  امريکی هميش کوشش کړی چی د اسلامی نهضتونو د کاميابی مخنيوی وکړی، پر دوی ډيره سخته تماميږی چی دا نهضتونه د ټاکنو له لاری قدرت ترلاسه کړی ،په ټول هغه هيوادو کی چی اسلامی نهضتونه موجود دی، امريکا د دوی مخالفين او غربپالو څخه په ډير تشدد ملاتړ کوی تر څو په هر ناجايز کړنی سره د دوی د کاميابی مخنيوی وکړی.

د يوي پيښي ، په اړه سکوت د رضا معنا ورکوي که دا سکوت د ښی خبری  يا د خفګان په اړه وی يوه معنا لری چي رضايت دی.

که مونږ سکوت وکړو او د مصر پر خلګو ظلم ته اعتنا ونکړو، الله ج شاهد ونيسي چي د دي سکوت پوښتنه به د محشر په ورځ مونږ څخه کيږي.  زمونږ دين مونږ څخه غواړی چی د ظلم په مقابل کی بی پروايی ونکړو،سکوت ونکړو په عمل،ژبه قلم څه ووايو کم له کمه خپل نفرت او انزجار ښکاره کړو.

کاش زمونږ لاس او پښي تړل شوي نه وي ،پر مونږ مزدوري څيري حاکمي نه وي ،کاش زمونږ مشران اسلامي احکامو ته التزام درلودي ،تاسو ګوري چي په برما کي په لس هاو زره مسلمانان ووژل شول پوليس او فوځ به له بوداييانو سره د مسلمانانو په وژلو کی مرسته کوله، حکومت رسمی اعلان وکړ چی دا وطن د مسلمانانو ندی!! خو  اسلامي نړي هيڅ پروا ونکړه!!! امريکی نه دا چی برما سره يی اړيکی بندی نکړی بلکی نوی اړيکی يی شروع او مزيد ټينګی کړی، خو پوره اسلامی نړی سکوت وکړ ، آيا په دی ظلم او سکوت سره د الله  ج د عذاب مستحق کيږو نه؟! انسانيت دا سکوت نه منی، يو حيوان صفت انسان به پر مظلومو ظلم زغمی او د يوه غوا په څير به د نورو انسانانو وژل کيدو ته ګوری او هيڅ عکس العمل به نه ښيی.

ګوري چي زمونږ گران وطن هم اشغال شو ټول په نامه د اسلامی هيوادو چارواکو دوی سره مرسته وکړه، پر مونږ يي بی شميره بمونه وورول، يولک اويازره افغانان يی شهيدان کړل، او داسی فوځ يی راته جوړ کړی چی بل سبا د مصر فوځ په څير يی د خپل هيوادوالو پر ضد استعمال کړی، کوم فوځ چی د امريکی پر پيسو او وسلو سمبال وی  د هغوی دښمنان يی دښمن وی  ،د فوځ مشران يی مفسدی مزدوری څيری وی څنگه به خپلواکی لری؟! دوی خو په عمل کی څو مياشتی هم د امريکی ملاتړ پرته نشی پاته کيدای نو په داسی فوځ دی بلا راشی چی وطن د ۵۰ بهرنی هيوادو له خوا اشغال دی او دوی افغانان وژنی چی امنيت راشی!!. عراق او سوريی کی هم مسلمانانو سره تشدد روان دی ، دا ولی ټول جنگونه ،قتلونه،ظلمونه په اسلامی هيوادو کی ترسره کيږی؟!  په يقين سره وايم چی دا ټول زمونږ د مسلمانانو د سکوت پايله ده، که زمونږ دا حال وی الله ج  به مونږ نور هم له سختو ورځو سره مخ کړی. د هيڅ قوم برخليک نه بدليږی مگر دا چی پخپله يی وغواړی، د اسلامی امت برخليک هم هغه مهال بدليدی شی چی مونږ له خوبه ويښ شو.  د  مصر فوځ پر ضد د نفرت څرګندولو لپاره يو بل ته لاس ورکړی او مظاهری جوړی کړی، تر ټولو د مخه د امريکا لعين پر ضد مبارزه وکړی.

حبيب الرحمن حکمتيار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x