شعـــــرونه

غزل: محمدالله تبسم

محمدالله تبسم

جوړه نه شوه، له هیچا نه، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه
درومم درومم، ریګیستانه، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه

رانه مه پوښتئ چې ولې، او دا څنګه هغه څنګه
مونږه دواړه شو پښیمانه ، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه

دا منم چې ډیر څه وشول، دا منم چې زیار یې وکښ
صرف نړۍ شوله ودانه، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه

ستورو بیا درته محتاج یم بیا به تاسې پسې ګورم
د ساعت ستنه لا ورانه، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه

تبسمه مخیله تبسمه خیالیګره
په پییلو شوې ستومانه، جوړه نه شوه، جوړه نه شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x